رحمت الله نبیل د ملي امنیت سرپرست شو

رحمت الله نبیل
Image caption رحمت الله نبیل د ۲۰۱۰ د جولای پر پنځمه د ولسمشر حامد کرزي په يوه فرمان د ملي امنيت د مشر په توگه ټاکل شوی و.

د افغانستان د چارو ادارې لوی ریاست او د وزیرانو شورا دارالانشاء وايي د ملي امنیت مخکنی رییس رحمت الله نبیل د دغه ریاست د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

دغه اداره وايي چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۱ فقرې پربنسټ، د ولسمشرۍ له لوري رحمت الله نبیل د ملي امنیت د سرپرست په توګه منل شوی.

رحمت الله نبیل د ۲۰۱۰ د جولای پر پنځمه د ولسمشر حامد کرزي په يوه فرمان د ملي امنيت د مشر په توگه ټاکل شوی و.

نوموړی د ولسمشر له لوري د ۲۰۱۲ د اګست پر ۲۹ له دندې ګوښه شو، او پرځای یې اسدالله خالد وټاکل شو.

اسدالله خالد د ۲۰۱۲ دسمبر پر شپږمه کابل کې د یوه برید پرمهال ټپي شو چې بیا وروسته ولسمشر حامد کرزي وویل چې برید په کوټه کې د فعالو اورپکو له خوا سمبال شوی و.

حامد کرزي دا هم ویلي وو چې مخکې د سولې د عالي شورا پر مخکني رییس برهان الدین رباني هم برید په کوټه کې طرح شوی و.

وړاندې، رحمت الله نبیل له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې طالبان به له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان او افغان ځواکونو ته کوم لوی سرخوږی نه وي.

ښاغلي نبيل په پيښور کې د اى، ار، سي د انجينرۍ پوهنځى لوستى، له ملگرو ملتونو سره پاتې شوى، د کرزي د لنډمهالې دورى په لومړيو کې د افغانستان د امنيت د ملي شورا د ساتنې د برخې مشر وټاکل شو او د جنرالۍ رتبه ورکړل شوه.

نوموړي شپږ کاله پر دغه څوکۍ پاتې شو، وروسته د ولسمشر د محافظت د گارډ مشر وټاکل شو.

ورته مطالب