نشه او بې احتیاطي، د ترافیکي پېښو اصلي لامل

Image caption چارواکي د ترافیکي پېښو د زیاتېدو لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي او ګړندي چلول بولي

افغان چارواکي وايي هر کال د ترافیکي پېښو له امله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

یوازې تېر کال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تر پنځو زرو ډېر ترافیکي پېښې شوې چې نژدې دوه زره کسان پکې وژل شوي او تر پنځو زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې په بېساري ډول موټرونه ډېر شوي چې ورسره جوخت د ترافیکي پېښو شمېر هم لوړ شوی دی او هر کل په دغه هېواد کې تر څلور زرو ډېرې ترافیکي پېښې رامنځ ته کیږي.

د ترافیکو د ریاست د پېښو یا حادثاتو څانګې مشر عبدالطیف خیرخواه په وینا، په ټول هېواد کې د ترافیکو پېښو له امله د تلفاتو شمېره زرګونو کسانو ته رسیږي چې اصلي لامل یې هم غیر معیاري لویې لارې بولي.

د کابل مزار شریف له لویې لارې موټر په ډېره ګړندۍ توګه تیریږي چې د چارواکو په وینا هره اونۍ څو خونړۍ ترافیکي پېښې پکې رامنځ ته کیږي.

ګړندی موټر چلول، د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او د سړکونو خرابوالی هغه څه دي چې د ډېرو په باور د ترافیکو پېښو لامل کیږي.

چرسیان

خو د دغو موټر چلونکو له خوا یادې شوې ستونزې یوازې هغه نه دي چې د ترافیکي پېښو لامل کیږي بلکې یو شمېر نور بیا په نشو روږدي دي، چې ان د موټر چلولو پر مهال هم نشې کوي.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې زرګونه کیلومتره سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي چې د ځینو په وینا دا هم د ترافیکي پېښو لامل کیږي.

زیاتره موټر چلونکي دا نه مني چې دوی ترافیکي قوانین په پام کې نه نیسي او یا هم د موټر چلولو پر مهال نشې کوي، خو ځینې نور بیا له حقیقته سترګې نه پټوي او دا مني چې په چرسو روږدي دي.

خو ځینې نور بیا سورلې هم ملامتې بولي، او وايي چې زیاتره ترافیکي پېښې خپله د دوی له لاسه رامنځ ته کیږي.

بل خوا په ښارونو کې دننه هم هر اونۍ ګڼې ترافیکي پېښې رامنځ ته کیږي، چې زیاتره وخت پکې تنکي ځوانان موټر چلوي او یا هم هغه کسان وي چې الکولي مشروبات کاروي.

کابل هم یو له هغو ښارونو دی چې هره اونۍ ګڼې خونړۍ ترافیکي پېښې پکې رامنځ ته کیږي، چې یو لامل یې هم د الکولي مشروباتو څخه ګټه اخیستل دي.

د کابل د ترافیکي پېښو امر ډګروال ذبیح الله وايي دوی داسې وسیلې په واک کې نه لري چې وکولای شي معلومه کړي موټر چلونکي الکولي مشروبات څښلي دي:

مشروبات

''موږ د الکولي مشروباتو د ازمېښت الې غوښتنه کړې، خو په خواشینۍ سره تر اوسه موږ ته نه دي راکول شوي. موږ زیاتره دغه کسان چې په شرابو نشه وي د ازموینو لپاره عدلي طب ته لېږو. نو د هغوی تر ازموینو وروسته که ثابته شي چې موټر چلونکي الکولي مشروبات کارولي، نو دوسیه یې اړوندې څارنوالۍ ته استوو''.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د ترافیکو ادارې چارواکي د ځینو ګامونو د اوچتولو خبره هم کوي چې د دوی په وینا د ترافیکي پېښو په مخنیوي کې به ډېر اغېزمن وي.

Image caption د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان ( ډبلیو ایچ او ) د سروې له مخې له اریتریا، کاک جزیرو ، لیبیا او مصر وروسته افغانستان هغه هېواد دی چې په ترافیکي پېښو کې په کې ډیر مرګ ژوبله رامنځته کیږي.

د ترافیکو ریاست د پېښو یا حادثاتو مشر عبدالطیف خیرخواه ددغو اقدامونو یادونه کوي:

''موږ په لویو لارو کې ګرځنده او ثابتې پوستې لرو، چې هر وخت د کنترول چارې ترسره کوي. اصلاً داسې مسالې نشته یا ډېرې لږ دي. موږ دا موضوع له ترانسپورتي نماینده ګیو سره هم شریکه کړې. اوس هغه موټر چلونکي چې په لویو لارو کې چلیږي باید بشپړه روغتیا ولري او سالم وي.

خو هغه راز پېښې چې پکې موټر چلونکو له الکولي مشروباتو ګټه اخیستې وي ډېرې لږ دي، طبیعي خبر ده چې دا راز پېښې شته، موږ هم څه نه شو کولای''.

د ترافیکي پېښو له امله د تلفاتو شمېر ښايي تر هغه ډېر وي چې چارواکي یې اعلانوي؛ ځکه ځینې وخت د ترافیکي پېښو ټپیان او یا هم وژل شوي کسان شخصي روغتونونو ته لېږدول کیږي او یا یې په اړه هیڅ خبر نه ورکول کیږي.

افغانستان په نړۍ کې پنځم هغه هېواد دی چې د ترافیکي پېښو له امله په کې ډېر کسان وژل کیږي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان (ډبلیو ایچ او) د سروې له مخې له اریتریا، کاک جزیرو ، لیبیا او مصر وروسته افغانستان هغه هېواد دی چې په ترافیکي پېښو کې په کې ډېره مرګ ژوبله رامنځ ته کیږي.

ددې سروې پر بنسټ، په افغانستان کې په هرو سلو زرو وګړو کې نهه دېرش تنه په ترافیکي پېښو کې مري.

ورته مطالب