کرزی: طالب مشران به ملت ته د جنايتونه ځواب وايي

Image caption د ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر کرزي ويلي وسله وال طالبان دومره کمزوري شوي چې ولسي وګړي په نښه کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي د وسله والو طالبانو مشران او قومندانان به ملت ته د هغه څه ځواب وايي چې جنايتونه يې بللي دي.

ښاغلي کرزي د حکومت د وسله والو مخالفانو په بريدونو کې د ولسي وګړو وژل کېدل په سختو ټکو سره غندلي او ويلي دي طالبان داسې مهال ملکي وګړي وژني چې امنيتي لېږد په برياليتوب سره تر سره کېږي، او بهرني ځواکونه له افغانستانه د وتلو په درشل کې دي.

ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د وسله والو طالبانو ځانمرګى بريد، او په هلمند او بغلان ولايتونو کې کړې چاودنې تر شونې کچې په سختو ټکو غندلې دي.

په دغو بريدونو کې ٢٣ کسان وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان شوې دي.

د ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر کرزي ويلي وسله وال طالبان دومره کمزوري شوي چې ولسي وګړي او په ځانګړې توګه کارګران، انجينیران، ښځې او ماشومان په نښه کوي.

د ولسمشر په ټکو د طالبانو دا چاره دا جوتوي چې د ملکي وګړو له وژنې او ويجاړتيا پرته بل کار نه شي کولاى شي.

د نوموړي په وينا د وسله والو طالبانو مشران او قومندانان به ملت ته د دغه څه ځواب ورکوي چې په وينا يې جنايتونه دي.

د نوموړي په وينا هغه چې په دې چارو کې ککړ نه دي، بايد خپل غږونه پورته کړي.

د افغان ولسمشر په ټکو وسله والو طالبانو داسې مهال د ملکي وګړو وژنې ته زور ورکړى چې د امنيتي لېږد بهير په برياليتوب سره بشپړېدونکى دى، او په وينا يې بهرني ځواکونه د وتلو په درشل کې دي.

ورته مطالب