عمر داودزی د کورنیو چارو وزارت نوماند، سرپرست شو

  • 1 سپتمبر 2013 - 10 وږی 1392
Image caption افغان چارواکو تر اوسه داسې څه نه دي ویلي، چې څوک به پاکستان کې د افغان سفیر په توګه ټاکل کېږي.

افغان چارواکي وايي د کورنیو چارو وزارت مقام ته د رسېدو لپاره په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر داودزی د دغه وزارت د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی. افغان ولسمشر حامد کرزي د عمر داودزي او ایوب سالنګي د ګومارلو لپاره دوه بېل فرمانونه صادر کړي دي.

په یوه خبر پاڼه کې چې د چارو ادرې او د افغانستان د وزیرانو شورا له دارالانشا څخه خپره شوې، ویل شوي، چې ولسمشر حامد کرزي پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر داودزی د کورنیو چارو د سرپرست وزیر او نوماند په توګه ټاکلی دی.

د جمهوري ریاست د فرمان پر بنسټ د ولسې جرګې له رخصیتو ختمېدو سره سم به ښاغلی داودزی د کورنیو چارو وزارت مقام تر لاسه لپاره په ولسي جرګه کې حاضر شي.

په یوه بل فرمان کې ولسمشر کرزي د کابل پولیسو مشر ایوب سالنګی د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو لپاره د مشر مرستیال په توګه ټاکلی دی.

افغان حکومت د دغو بدلونونو سبب د هېواد د امنیتي وضعیت سمبالښت بللی. ښاغلي عمر دواد زي له دې مخکې د افغان ولسمشر د دفتر رییس په توګه کار کاوه او وروسته پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه وګومارل شو.

داسې ګنګوسې هم وې، چې ګواکې دوادزی د افغانستان د ولسمشرۍ مقام ته کاندید دی، خو نوموړي خپله دا خبرې رد کړې او نه یې هم تایید کړې وې. بل لور ته افغان چارواکو تر اوسه داسې څه نه دي ویلي، چې څوک به پاکستان کې د افغان سفیر په توګه ټاکل کېږي او دغه راز به څوک د ایوب سالنګي ځای ناستی وي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ د ولسي جرګې له لوري سلب صلاحیت شو. ولسمشر کرزي د ولسي جرګې دغه پرېکړې سره هوکړه و نه کړه او قضیه یې سترې محکمې ته واستوله.

د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې د افغانستان د دوو مهمو امنیتي ادارو په مشرتابه کې د بدلون راوستو دا دویمه پرېکړه ده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ له لوري کېږي.

افغان ولسمشر تېره ورځ د یوه فرمان په صادرولو سره د افغانستان د ملي امنیت د سرپرستۍ مقام رحمت الله نبیل ته ورکړ. دغه دواړه امنیتي څوکۍ اوسمهال د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

ورته مطالب