سیاست کې د مېرمنو ونډې زیاتولو لپاره مرسته شوې

Image caption سناتوره روح ګل خیرزاد ته چې له بریده وروسته په ژوبل حالت کې په روغتون کې بستري ده، پر افغان ښځو برید او د هغو پر وړاندې تاوتریخوالی کومه نوې خبره نه بولي.

برتانیا په سیاست کې د افغان ښځو د ونډې زیاتولو په موخه له دغه هېواد سره د ۴.۵ میلیونو پونډو د مرستې ژمنه وکړه. په پام کې ده چې دغه مرستې د ۲۰۱۴ کال تر ولسمشریزو ټاکنو د مخه په یادې شوې برخې کې ولګول شي.

د برتانیا د مالي چارو وزرات یوه چارواکي ډاني الګساندر له افغان مېرمنو سره د دغو مرستو اعلان پر یوې افغانې سناتورې تر مرګوني برید څو اونۍ وروسته، د پنجشنبې په ورځ (اګست ۲۸ ) کابل کې وکړ.

دغه برید کې د سناتورې روح ګل خیرزاد یوه نهه کلنه لور او یو ورور ووژل شول او په برید کې د دې په ګډون د کورنۍ ځینې نور غړي یې سخت ژول شول.

د افغان ښځو د حقونو فعالان او مدافعین اندېښنه لري چې ښايي په ۲۰۱۴ کال کې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ښځو وضیعت لا پسې خراب او کړکېچن شي.

په دې وروستیو کې پر افغان ښځینه وو سیاستوالو یولړ بریدونود افغان مېرمنو د حقونو په تړاو اندېښنې لا پسې زیاتې کړې دي.

ذغمېرمن کاکړ لا هم تښتوونکو وسله والو سره ده او سناتوره روح ګل خیر زاد چې په لاسونو، دواړو پښو او د بدن پر ځینو برخو نهه مرمۍ لګېدلې، په کابل کې د بهرنیو ځواکونو په یوه روغتون کې تر درملنې لانده ده.

زه دغه روغتون ته د دې د لیدو لپاره ورغلم، مېرمن خیرزاد پرې د شوي برید کیسه راته وکړه:

"له خپلې کورنۍ، مېړه، دوو لوڼو، یو ماشوم زوی، یوه وراره او یو ورور سره خپل ولایت ته پر لاره وم، چې د غزنې په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوې اته کسېزې ډلې ودرولو، دوی هڅه وکړه چې موږ له ګاډي راښکته او ژوندي مو ونیسي، خو زما ورور چې ښه با تجربه موټرچلوونکی و، ګاډی تیز کړ او له دوی وتښتېدو، هغوی پر موږ ډزې وکړي چې زما ورور او یوه نهه کلنه لور مې شهیدان شول، زه، زما مېړه، یوه بله ۱۱ کلنه لور مې، دوه کلن زوی مې او وراره مې ژوبل شوو."

مېرمن خیر زاد وویل ځینو نامعلومو کسانو له تېروو دوو کلونو راهېسې دې ته د تیلیفون له لارې دمرګ ګواښونه کول دې امنیتي چارواکو ته خبر ورکړی و خو، په ادعا هغوی پرې غوږ نه ګراوه.

د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ او غړو د امنیت ساتنې لپاره یوه جلا څانګه ده، چې د وکیلانو د ساتونکو د روزنې، تنخوا او نورو امنیتي چارو مسولیت پر غاړه لري.

د چارواکو غبرګون

جنرال عزیز کاموال د دغې څانګې مشر دی، ده هغه ادعاووې په کلکه رد کړې چې ګنې د ملي شورا د غړو امنیت ساتلو ته پاملرنه نه کوي. ده د وکیلانو او سناتورانو پر وړاندې د هر ډول امنیتي پېښې پړه په خپله د ملي شورا پر غړو وراچوله:

" نور امنیتي ارګانونه له موږ سره همکاران دي، که د کوم وکیل او یا هم د کوم سناتور پر وړاندې ګواښ موجود وي، دغه ارګانونه موږ ته معلومات راکوي، بیا موږ له وکیلانو او سناتورانو سره دغه معلومات شریکوو، او د مخنیوي لپاره یې له دغو ارګانونو سره په ګډه کار کوو. خو باید وکیلان صاحبان او سناتور صاحبان لږ ترلږه موږ ته ووايي چې چېرته ځي او څه کوي چې موږ یې امنیت خوندي کړو او امنیتي تدابېر ورته ونیسو."

د افغانستان د ملي شوار په دواړو خونو، ولسي او مشرانو جرګو کې له څه باندې ۳۵۰ غړو کې شاوخوا نوې وکیلانې او سناتورانې دي. شکریه بارکزۍ چې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې ده، په افغان سیاست کې د ښځو د ونډو د زیاتولو لپاره، د برتیانیا د مرستو هرکلی کوي، خو وايي چې په تېرو لسو کلونو کې د افغان ښځو په وړاندې ننګونې او ستونزې لاهم تر ډېره په خپل حال پاتې دي:

"زه د یوې افغانې مېرمنې په توګه شرمیږمه او زما لپاره ډېره زړه خوږونکې موضوع ده چې، یوه ښځه تښتول کېږي او پر بلې برید کېږي. پر دوی ځکه برید وشو چې دوی ښځې وې، ځکه چې د افغانستان دښمنانو ته ډېره اسانه ده چې پر ښځو برید وکړي. خو لا هم د افغان ښځو پر وړاندې ننګونې او ستونزې په خپل حال پاتې دې، حکومت د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې کومه دلچسپي نه لري او پام هم نه ورته کوي."

موخه

سناتوره روح ګل خیرزاد ته چې له بریده وروسته په ژوبل حالت کې په روغتون کې بستري ده، پر افغان ښځو برید او د هغو پر وړاندې تاوتریخوالی کومه نوې خبره نه بولي. خو ټېنګار یې پر دې دی چې دا ډول پېښې او تاوتریخوالي هغه له خپل اصلي هوډه نه شي را ګرځولی ، چې په وینا یې په افغان سیاست کې د ښځو ونډه او برخه اخیستل دي:

"پر ما او زما پر نورو همکارانو دا ډول بریدونه ښايي په راتلونکو ټاکنو او په افغان سیاست کې د ښځو پر ونډې څه ناڅه منفي اغیز ولري، خو افغان مېرمنې سیاست ته له ورګډېدو نه شي راګرځولی، ځکه چې هغوی ډېرې زړورې دي."

ښايي د ښځو د پیاوړتیا او په سیاست کې د هغوی د ورګډېدو په برخه کې د برتانیا د دغو مرستو هرکلی وشي، خو تر هغه چې د افغان ښځو په وړاندې د نورو چال چلند بدل شوی نه وي، په افغان سیاست کې د ښځو ونډه به تر ډېره تته پاتې وي.

ورته مطالب