طالبان د "پاکستان له وېرې" د سولې غږ نه کوي

Image caption ښاغلي موسى زي پر همدې بنسټ طالبان پر دوو ډلو ووېشل; يوه ډله هغه چې په وينا يې د جوړجاړي مينه وال دي، او بله يې يوازې جګړه خپله دنده بولي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي يو شمېر لوړپوړي طالب چارواکي د سولې د بهير په ترڅ کې له افغان حکومت سره په اړيکو کې دي خو وايي دا چې په پاکستان کې د خپلو ځانونو او کورنيو د امنيت په اړه وېره لري، په څرګنده خپل غږ نه شي پورته کولاى.

پخوا هم يو شمېر افغان چارواکو ويلي وو چې ګواکې هغه شمېر طالب چارواکي د پاکستان له خوا نيول کېږي چې په خپلواک ډول د افغانستان د سولې له بهير سره يو ځاى کېدل غواړي.

پېژندل شوى طالب قومندان ملا عبدالغني برادر هم د دغه راز هڅې قرباني شوى بلل کېږي.

په داسې حال کې چې د يو شمېر افغان چارواکو په وينا پاکستان د ولسمشر حامد کرزي د وروستي سفر په لړ کې ژمنه کړې چې د افغان طالبانو او د سولې د عالي شورا تر منځ به د جوړجاړي خبرو ته زمينه برابروي.

خو د بهرنيو چارو وزارت وايي يو شمېر لوړپوړي طالب چارواکي له افغان حکومت سره د سولې په بهير کې ښکېل دي، او دا هيله ترې کېدى شي، چې په دې برخه کې اغېزناک پريوځي.

د ياد شوي وزارت وياند جانان موسى زي وويل دغه شمېر طالب چارواکي په پاکستان کې د خپلو ځانونو او کورنيو د امنيتي اندېښنو له کبله نه شي کولاى چې په ډاګه خپل غږ پورته کړي.

"يو شمېر لوړپوړي طالب چارواکي د سولې د بهير په ترڅ کې له افغان حکومت سره په اړيکو کې دي، دا کسان کولاى شي چې د يوۀ سياسي بهير په لړ کې اغېزناک رول ولوبوي، او پر بنسټ يې افغان حکومت او وسله وال طالبان د سولې خبرې وکړي، خو له دې کبله چې په پاکستان کې د خپلو ځانونو او کورنيو د خونديتوب او امنيت پر اړه ډار لري، تر اوسه يې دا جرات نه دى کړى چې خپل دريځ په ډاګه بيان کړي."

ښاغلي موسى زي پر همدې بنسټ طالبان پر دوو ډلو ووېشل; يوه ډله هغه چې په وينا يې د جوړجاړي مينه وال دي، او بله يې يوازې جګړه خپله دنده بولي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل له لومړۍ ډلې سره بايد خبرې وشي، او په وينا يې دويمه ډله بايد د وسله والې مبارزې په ځواک سره له پښو وغورځول شي.

له يو شمېر افغان چارواکو سره داسې اندېښنې دي چې ګواکې هغه طالب چارواکي د پاکستان له خوا نيول کېږي، چې د هغه هېواد د ځينو کړيو له سلا پرته له افغان حکومت سره د جوړجاړي په خبرو کې ښکېلېږي.

د طالبانو يو پېژندل شوى قومندان ملا عبالغني برادر چې اوس په پاکستان کې بندي دى د همدغه راز يوې هڅې قرباني شوى بلل کېږي.

د طالبانو د قطر د دفتر تر بندېدو وروسته افغان حکومت وايي چې وسله وال طالبان بايد په افغانستان کې خپل دفتر پرانيزي او په وينا يې دوى يې د خونديتوب ضمانت کوي، خو وايي که دلته دفتر نه غواړي کېدى شي چې په سعودي عربستان يا ترکيه کې ورته پرانیستل شي.