یو لوستونکی، هغه هم د کتاب لیکوال

Image caption د افغانستان په هر ولایت کې چې د کولتوري څېرو کتابتونونه وګورو، ګڼ شمېر داسې کتابونه به وموندل شي چې نسبتا تازه لیکل شوي خو هېڅکله یې د چاپ امکان نه دی موندلی.

ځینې کتابونه یوازې یو لوستونکی لري او هغه هم خپله د کتاب لیکونکی وي.

په لوېدیځ ولایت هرات کې په لسګونه داسې کتابونه شته چې په دې وروستیو کلونو کې لیکل شوي خو هېڅکله یې د چاپ امکان نه دی ترلاسه کړی.

تر اوسه د ټولو هغو کتابونو کره شمېره چې په دې ورستیو څو لسیزو کې په هرات کې لیکل شوي او له چاپه پاتې دي نه ده خپره شوې خو سیمه ییز چارواکي د کولتوري څېرو په شخصي کتابتونونو کې د لسګونو داسې معتبرو آثارو له شته والي خبر دي چې تر اوسه چاپ شوي نه دي.

څېړونکي او لیکوال ګل احمد نظري آریانا وایي څو کتابونه یې د نورو په مرسته چاپ شوي خو ځینې نور بې له چاپه ور پاتې دي.

"زه خپله په دې حالاتو کې ډېر خوشاله نه یم. هېڅ مرسته زما سره و نه شوه. یو څو کتابه ما په خپلو پیسو چاپ کړل. زما له وسې نور پوره نه ده چې زه دا کار وکړم."

پخوا به د اطلاعاتو او کولتور وزارت یا نورو اړوندو موسسو د علمي او ادبي آثارو د چاپ زمینه برابروله خو د جګړو په اوږدېدو سره دا امکانات هم له منځه ولاړل.

ښاغلی نظري همدې تېرو تجربو ته په کتو سره په دې برخه کې د خپل ځانګړي وړاندیز په اړه څرګندونې کوي:

"د دولت په مرسته او د دولت په ګډون باید په لومړي سر کې، د کتاب د خپرولو شرکتونه رامنځ ته شي. دا بنسټونه بیا کېدای شي چې وروسته استقلال پیدا کړي او خپله خلک په ګډه د یوه شرکت په توګه د کتاب د خپرولو لپاره شرایط برابر کړي خو اول ګام باید خپله دولت پورته کړي."

د شتمنو وګړو ونډه

د هرات د اطلاعاتو او کولتور اداره بیا وایي په لنډ مهال کې یوازینۍ اغېزمنه لار دا ده چې شتمن وګړي دې ته وهڅول شي چې د دغو کتابونو د چاپ لګښت تامین کړي.

په هرات کې د نوموړې ادارې مشر آریا روفیان وايي هڅه یې دا ده چې وتوانېږي یو شمېر سوداګر او پانګه وال دې ته وهڅوي چې ځینې کتابونه چاپ کړي:

Image caption افغانان ګډه کولتوري شتمني لري او راتلونکی یې هم ګډ برخلیک ټاکي.

"زموږ همدا هڅه ده. پر یوه یا دوو کتابونو کار هم روان دی چې ښایي په راتلونکو دوو میاشتو کې له چاپه ووځي. نور نو زه د نورو امکاناتو د شتون په اړه د ویلو لپاره څه نه لرم."

د هرات ادبي ټولنې تر اوسه په همدې توګه فعالیت کړی او تر اوسه یې د شتمنو وګړو په هڅولو د یو شمېر کتابونو د چاپ امکانات برابر کړي.

د هرات د ادبي ټولنې مشر ولي شاه بهره وایي "خلک له پخوا دا انګېزه لري چې د کتابونو د چاپ لپاره زموږ سره مرسته وکړي. یوازې موږ غواړو چې دا بهیر را ژوندی کړو او خلک دې ته وهڅوو چې د هغو آثارو د چاپ لپاره اقدام وکړي چې تر اوسه په شخصي کتابتونونو کې پاتې دي."

دا ستونزه یوازې په هرات پورې نه ده محدوده.

د افغانستان په هر ولایت کې چې د کولتوري څېرو کتابتونونه وګورو، ګڼ شمېر داسې کتابونه به وموندل شي چې نسبتا تازه لیکل شوي خو هېڅکله یې د چاپ امکان نه دی موندلی.

افغانان ګډه کولتوري شتمني لري او راتلونکی یې هم ګډ برخلیک ټاکي.

ورته مطالب