معترض انجنیران د خپلو ملګرو قاتلین غواړي

هرات
Image caption ځینې سیمه يیز چارواکي وایي دغه ډول پېښې به په نا امنو سیمو کې د پراختیایي او تعمیراتي پروژو پر څرنګوالي ناوړه اغېزه وکړي.

د افغانستان لوېديځ هرات ولایت کې شاوخوا دوو سوو انجنیرانو په دې ولایت کې د وژل شویو انجنیرانو قاتلینو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

دوی له افغان حکومته د انجنیرانو د قاتلینو د موندلو غوښتنه وکړه.

هرات کې محمد قاضي زاده وايي، د معترضو انجنیرانو پرېکړه لیک کې پر لیک او لوست ټینګار وشو او انجنیران بې پرې وبلل شول.

په تېره یوه میاشت کې د یو شمېر انجنیرانو په ګډون هرات ولایت کې د ودانیزو پروژو ‍۱۵ کارکوونکي وژل شوي.

انجنیران نن سهار د هرات د ولایت د ودانۍ مخې ته غونډ شوي وو.

دوی چې په سړک په منظمو کتارونو کی ناست وو شعارونه نه ورکول.

دوی د نژدې تر دوه ساعته چوپتیا وروسته خپل پرېکړه لوست ولوست.

معترضو انجنیرانو ټینګار درلود چې د انجنیرانو او د تعمیراتي پروژو د کارکوونکو د وژنې عاملینو ته باید سزا ورکړل شي.

په پرېکړه لیک کې دا پوښتنه هم شوې چې ولې انجنیران په نښه کیږي.

Image caption په پرېکړه لیک کې دا پوښتنه هم شوې چې ولې انجنیران په نښه کیږي.

وایي د انجنیرانو خدمتونه د هر ډول تبعیض پرته ترسره کیږي دوی تل د ابادۍ لپاره کار کوي نه د ورانولو لپاره نو ولې داسې کسان چې په هیواد کې د پراختیا غوښتونکي دي په نښه کیږي.

څلور انجنیران او د ملي پیوستون د پروګرام دوه نور کارکونکي یوه اونۍ مخکې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې وتښتول شول او یوه ورځ وروسته یې مړي وموندل شول.

د دغه وژنې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې هم د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د یوې تعمیراتي کمپنۍ نهه کارکونکي وژل شوي وو.

ځینې سیمه يیز چارواکي وایي دغه ډول پېښې به په نا امنو سیمو کې د پراختیایي او تعمیراتي پروژو پر څرنګوالي ناوړه اغېزه وکړي.

ورته مطالب