افغانستان د نړیوال ترانزیت کنوانسیون غړی شو

Image caption د نړیوال ترانسپورت سیستم په وسیلې په نړیوالو لویو لارو کې د غړو هېوادونو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کیږي.

تر شاوخوا درې لسیزو وروسته د نړیوال ترانزیت په کنوانسیون یا (TIR) کې له غړیتوب سره د زیاتره هېوادونو د تولیداتو بازار د افغانستان پر مخ پرانیستل شو.

وروسته تر دې افغانستان کولای شي ۵۷ هغو هېوادونو ته چې ددې کنواسیون غړیتوب لري، د ځمکې له لارې پرته له کوم خنډه سوداګري وکړي.

د افغان چارواکو په وینا اوس چې دا سیستم بیا په افغانستان کې پیل شوی دی، توکي په چټکۍ، خوندي او ارزانه توګه له اووه پنځوس هېوادونو افغانستان ته او له افغانستانه دغو هېوادونو ته ولېږدول شي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، له کابله د منځنۍ اسیا په لور د لومړۍ لارۍ په حرکت سره چې له افغاني توکو ډکه وه، له دغه هېواده ۵۷ هېوادونو ته چې د ترانزیت د نړیوال کنواسیون یا تیر غړیتوب لري دا لړۍ یو ځل بیا پیل شوه.

د نړیوال ترانسپورت سیستم په وسیلې په نړیوالو لویو لارو کې د غړو هېوادونو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کیږي.

افغانستان په ۱۹۸۳ کال کې ددې سیستم غړیتوب ترلاسه کړی وو. خو د جنګ جګړو له امله یې په دغه کنوانسیون کې غړیتوب ځنډېدلی وو.

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي په دغه سیستم کې د افغانستان د غړیتوب په فعالېدو سره یو ځل بیا نړیوال بازارونه د افغانستان د محصولاتو پر مخ پرانیستل کیږي او ترڅنګ یې د پانګونو لپاره هم زمینه برابریږي.

د توکو د لېږد په برخه کې د تیر سیستم بریالی بلل کیږي، او د غړو هېوادونو ترمنځ یې د توکو لېږدونه هم د قوانینو پر بنسټ ترسره کیږي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت مرستیال جارالله منصوري وايي ددغه سیستم له لارې سوداګریز توکي په ګمرکونو کې څارل او مهرولاک کیږي او تر بل ګمرکه پرته له کوم خنډه لېږدول کیږي:

''وروسته تر دې به کله چې توکي له لومړي ګمرکه بهر وځي نور په لارو او د لارې په اوږدو کې د لاسوهنې په اړه هیڅ اندېښنه موجوده نه وي. نو د تیر سیستم هغه سیستم دی چې د توکو د لېږد امنیت ټینګوي''.

د چارواکو په وینا ددغه سیستم په بیا فعالېدو سره به سوداګریز توکي په چټکۍ، خوندي او ارزانه توګه د کنوانسیون غړو هېوادونو ته ولېږدول شي.

دغه راز د توکو پر بیو به مستقیمې اغېزې ولري او د اقتصاد د ودې لامل به شي.

ورته مطالب