کابل: ایران ښايي په زور افغان کډوال و نه باسي

Image caption په دې وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې ايران سلګونه زره افغان کډوال په زور له خپله هېواده راشړي.

افغان حکومت وايي ايران ورسره ژمنه کړې چې په هغه هېواد کې به د ٦٠٠ زرو افغان کډوالو د ويزو تمديد راروانه اوونۍ پيل کړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي داسې نه ښکاري چې ايران دې دا کډوال په زور له هېواده وباسي.

مخکې ايران خبردارى ورکړى و چې د ياد شمېر افغان کډوالو د ويزو موده د وږي مياشتې پر ١٥ نېټه يانې سبا پوره کېدونکې ده.

په دې وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې ايران سلګونه زره افغان کډوال په زور له خپله هېواده راشړي.

دې خبرې افغان حکومت اندېښمن کړ، او د کډوالو چارو د وزير جماهېر انوري په مشرۍ يې هغه هېواد ته يو پلاوی واستاوه، چې هلته یې له ايراني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرات چې له دغه پلاوي سره مل و، کابل ته تر را رسېدو وروسته يې بي بي سي ته وويل ايراني چارواکو د افغان کډوالو د اجباري شړنې خبره ونه کړه، او ژمنه يې وکړه چې د سلګونو زرو افغان کډوالو ويزې به بېرته تمديد کړي.

"هغوى نه د هغو کسانو په اړه د اجباري ويستو خبره په خوله راوسته چې د کډوالۍ سندونه نه لري او نه هم د هغو کسانو په اړه چې پاسپورټونه او د کار ويزې لري. هغوى وويل تر يوې اوونۍ پورې هڅه کوي چې د مثبت ليدلوري په لرلو سره د دوى ن ويزٹ تمديدول پيل کړي، او له شپږو مياشتو تر يوه کاله پورې بېرته ويزې ورکړې."

د ځينو شمېرو له مخه اوس مهال يو ميلیون او ٤۰۰ زره افغان کډوال په ايران کې د کډوالۍ سندونه نه لري، او د کار په ويزو سره په هغه هېواد کې شپې ورځې تېروي.

ايراني چارواکي وايي له دې ټولګې څخه د ٦۰۰ زرو کډوالو د ويزو موده سبا يانې د وږي پر ١٥ نېټه پوره کېدونکې ده، خو له دې ژمنې سره ايراني چارواکو له افغان حکومته دا هم غوښتي چې د خپلو کډوالو بېرته ستنېدنې ته يوه مهاليزه تګلاره جوړه کړي.

سربېره پر ايران په بل ګاونډي هېواد پاکستان کې هم نژدې ٣ ميلیونه افغان کډوال مېشت دي چې ويل کېږي نيمايي يې هلته د مېشتېدنې اسناد نه لري.

ورته مطالب