نورستان کې تښتول شوي په منځګرتوب را خوشي شول

  • 4 سپتمبر 2013 - 13 وږی 1392
په راخوشي شويو کسانو کې يو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت کارکونکى، دوه تنه د يوه ناحکومتي روغتيايي بنسټ ډاکټران او يو د هغوى چلونکی دى.

په نورستان ولايت کې د غلو له خوا تښتول شوي درې ډاکټران او د هغوى چلونکى، د قامي مشرانو په منځګړتوب بېرته خوشي شول.

په دوى کې يو د افغانستان د عامې روغتيا ډاکټر دوه تنه د يوه ناحکومتي روغتيايي بنسټ کارکونکي او بل يې هم چلونکى و.

دا کسان اوړمه ورځ د نورستان له دواب ولسوالۍ څخه د نور ګرام په نامه يوې بلې ولسوالۍ ته پر لار وو چې وسله والو غلو وتښول.

په راخوشي شويو کسانو کې يو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت کارکونکى، دوه تنه د يوه ناحکومتي روغتيايي بنسټ ډاکټران او يو د هغوى چلونکی دى.

دا څلور واړه اوړمه ورځ هغه مهال وسله والو غلو تښتولي وو چې د نورستان له دواب ولسوالۍ څخه نور ګرام ولسوالۍ ته روان وو.

د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند بي بي سي ته وويل د دغو کسانو د راخوشي کولو په برخه کې هېڅ راز راکړه ورکړه نه ده شوې او يوازې د قامي مشرانو په منځګړتوب د غلو له منګولو ژغورل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مخکې بي بي سي ته ويلي وو چې دغه روغتيايي پلاوى د يوه رسمي سفر په ترڅ کې نورستان ته تللى و.

د ياد شوي وزارت وياند ډاکټر کنشکا ترکستاني هغه مهال دا هم ويلي وو چې د ډاکټرانو او د هغوى د چلونکي د خوشي کولو په موخه يې له سيمه یيزو چارواکو او قامي مشرانو سره اړيکي نيولي دي.

راخوشي کړل شوي ډاکټران اوس مهال په نورګرام ولسوالۍ کې دي او سيمه یيز چارواکي وايي چې ډېر ژر به پلازمېنې کابل ته ولېږل شي.

نژدې دوې اوونۍ مخکې په سېلاني ولايت باميان کې هم يو برتانوي وګړى او د هغه يو تن پاکستانى همکار د امنيتي ځواکونو په مرسته، د انسان تښتونکو له منګولو وژغورل شول.

داسې انګېرل کېږي که د دغه راز تښتونو مخه ونه نيول شي، ښايي په دغه هېواد کې د افغان او بهرينو کارکونکو پر کارونو ناوړه اغېز وکړي.

ورته مطالب