افغان ځواکونه 'اغېزناک فعالیت' کوي

افغان ځوکونه
Image caption افغان ځواکونو په لومړي ځل د عملیاتو مشري کړې ده.

افغانستان کې د ناټو ځواکونو دویم لوړپوړي مشر او برتانوي جنرال جان لوریمر ویلي، که څه هم د افغان ځواکونه مرګ ژوبله ډېره ده، خو دغه ځواکونه "اغېزناک ځواک" دی.

په افغانستان کې د ناټو چوکاټ کې برتانوي لوړپوړي قومندان ویلي، که څه افغانستان کې د ځواکونو مرګ ژوبله ډېره ده، خو دغه ځواکونه "اغېزناک ځواک" ثابت شوی دی.

جنرال جان لوریمر بي بي سي ته ویلي، چې افغان ځواکونه د طالبانو د بریدونو مخ کې لوی خنډ جوړ شوي دي.

ناټو ځواکونه راتلونکی کال له افغانستانه تر وتلو مخکې د هېواد ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونه ته سپاري.

د تېرو څو اوونیو اوږدو کې د طالبانو بریدونو ګڼ ولسي وګړي وژلي دي.

جنرال لوریمر ویلي: "کله چې تاسو جګړه کوﺉ، ستاسې دښمن یقیناً د مرګ ژوبلې اړولو نیت لري".

دغه برتانوي جنرال کابل کې د بي بي سي له کرن الن سره په مرکه کې افغان ځواکونه "ښه روزل شوي" بللي دي.

نوموړي دا هم ویلي چې "دوی خپل پرمختګ ته دوام ورکوي، دوی په لومړیو لیکو کې جنګېږي، او له اورپکو سره ډغرې وهي".

افغان ځواکونه دا مهال د جنګي عملیاتو مشري په غاړه لري او راتلونکی کال به ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي.

تجهیزات

Image caption جنرال جان لوریمر بي بي سي ته ویلي، چې افغان ځواکونه د طالبانو د بریدونو مخ کې لوی خنډ جوړ شوي دي.

جنرال لوریمر وايي: ''دوی به اوس یو منظم سیستم او تشکیل وویني چې په بشپړه توګه د جګړې په ډګر کې حضور لري. دوی شاوخوا درې سوه او پنځوس زره غړي او ښه تجهیزات لري. دوی ښه روزل شوي او خپلې وړتیاوې یې لوړې کړې دي. د پوځ او پولیسو تشکیلات په چټکۍ سره ښه کیږي او دا هغه څه دي چې افغانان یې ویني''.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله، د سږ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان پولیسو مرګ ژوبله دوه برابره شوې ده.

زموږ خبریال کاږي، ښکاري، چې پر افغان ځواکونو د خلکو باور ډېرېدونکی دی، چې د ناټو له وتلو وروسته به د جګړو مشري پرغاړه ولري.

خو ځینې هېوادونه به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره خپل یو شمېر سرتېري افغانستان کې پرېږدي.

ورته مطالب