رسنیو ملاتړي معلوماتو د لاسرسي قانون ځنډ اندېښمن کړي

Image caption ګڼ شمېر خبريالان وايي اړينو معلوماتو ته نه لاسرسی د دوى لويه ستونزه ده.

د خپلواکو رسنيو د ملاتړ بنسټ نی وايي دا چې معلوماتو ته د لاس رسي د قانون مسوده د افغانستان په وزيرانو شورا کې ځنډېدلې ده، دوى يې په اړه اندېښنه لري.

د دغه بنسټ په وينا يادې شوې شورا د مسودې د منځپانګې د يو شمېر برخو د سمولو په موخه يوه کمېټه هم جوړه کړه چې وايي له بده مرغه لا يې هم خپل کار نه دى پيل کړى.

ګڼ شمېر خبريالان سر ټکوي چې د قانون د نشتوالي له کبله چارواکو او معلوماتو ته لاس رسى نه لري چې وايي دا چاره ورته مسلکي ستونزې ټوکوي او وخت له لاسه ورکوي.

معلوماتو ته د لاس رسي قانون، هغه لاسوند دی چې حکومتي او نا حکومتي چارواکي به خبريالاتو او نورو ته د معلوماتو په ورکولو اړباسي.

د دغه قانون خاکه دوه کلونه مخکې د مدني ټولنو د استازو، د بشر د حقونو د فعالانو او اطلاعات او کولتور وزارت له خوا جوړه شوه، او عدليې وزارت ته واستول شوه، چې له هغه ځايه د وزيرانو شورا د تقنين جرګه ګۍ ته واستول شوه.

د رسنيو د ملاتړ يو شمېر ټولنې وايي په پام کې وه چې دا مسوده دوې مياشتې مخکې د يادې شوې شورا له خو تصويب شوې او ملي شورا ته د تصويب لپاره استول شوې واى، خو په وينا يې دا چاره تر اوسه نه ده شوې.

د خپلواکو رسنيو د ملاتړد بنسټ نی د څار د برخې مشر صديق الله توحيدي د دې ځنډ پړه په ارګ پر يو شمېر داسې کسانو اچوي چې د هغه په وينا د بيان د خپلواکۍ پر وړاندې ولاړ دي.

" يو شمېر وزيران فکر کوي چې دا قانون يې لاسونه او پښې تړي. دويمه خبره دا ده چې د حکومت په فکر د ټاکنو د موضوع په رامخې ته کېدو، د جګړې او نا امنۍ په پراخېدو اود يو شمېر نورو مهمو خبرو په حالت کې دغه قانون تصويبول ډېره اړينه چاره نه ده. دريمه خبره دا ده چې په ارګ کې يو شمېر کړۍ د دې پر ځاى چې خبريالانو او رسنيو ته اسانتياوې برابرې کړي، د هغوى د محدودولو هڅه کوي."

نی وايي ټاکل شوې وه معلوماتو ته د لاس رسي د قانون مسوده دوه مياشتې مخکې د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوې او ملي شورا ته استول شوې واى، خو په وينا يې دا چاره تر اوسه ځنډېدلې ده.

د رسنيو د ملاتړ دغه بنسټ وايي وزيرانو شورا هغه مهال د دغې مسودې د منځپانګې د يو شمېر برخو د سمولو لپاره يوه جرګه ګۍ هم جوړه کړه چې وايي لا يې هم خپله چاره نه ده تر سره کړې.

ګڼ شمېر خبريالان وايي اړينو معلوماتو ته نه لاسرسی د دوى لويه ستونزه ده.

افغان خبريال مجيب احساس بي بي سي ته وويل د معلوماتو د لټې پر مهال نه يوازې دا چې معلومات نه شي تر لاسه کولاى بلکې کله کله د دې هڅې په ترڅ کې له تاو تريخوالي سره هم مخامخېږي.

افغان حکومت د رسنيو پراخ ډګر په تېرو لسو کلونو کې خپله يوه لويه لاس ته راوړنه ګڼي.

اوس مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ٦٠ تلوېزیونونه ١٥٠ راډيوګانې، او شاوخوا ٥٠٠ ليکنې رسنۍ خپرونې کوي.

خو د خبريالانو د ملاتړ يو شمېر بنسټونه وايي د خبريالانو وژنو، زنداني کولو، وهلو ټکولو او نورو ستونزو په افغانستان کې رسنيز کار خورا ستونزمن کړی، خو يو شمېر نور د ځينو رسنيو نا مسلکي چلند هم ستونزې زېږونکې بولي.

ورته مطالب