افغان حکومت ۲۰۰۰۰ ملایان روزي

Image caption په افغانستان کې شاوخوا ۲۴۰ زره امامان او مؤذنان فعالیت لري.

افغان دولت د متحده عربي اماراتو په مرسته د جوماتونو د امامانو د روزنې لپاره يو پراخ روزنیز پروګرام پیل کړی دی.

په پام کې ده چې د دې پروګرام له مخې ۲۰۰۰۰ دیني عالمان او امامان وروزل شي.

د روزنې د دې پروګرام یوه برخه په مصر کې د الازهر پوهنتون د استادانو له خوا پرمخ وړل کېږي.

په پام کې ده چې د افغانستان د جوماتو د امامانو د روزنې د دې پروګرام په لړ کې ۱۰۰۰۰ تنه امامان له کابله او ۱۰۰۰۰ تنه نور له ولایتونو وروزل شي.

د جوماتون د امامانو زیاتره به په کابل کې د کورنیو او بهرنیو استادانو له خوا د اوږد مهال لپاره دیني زده کړې تر لاسه کړي.

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د جوماتو رییس مولوي عبد المالک ضیايي وايي په پام کې ده چې یو شمېر نور امامان نورو هېوادونو ته د روزنې لپاره واستول شي.

"د روزنې په لومړیو پړاوونو کې اول نمره، دویم نمره او دریم نمره ټاکو. په دې کار سره ۴۱ کسیزه ډله جوړېږي. دا ۴۰ کسیزه ډله بیا متحده عربي اماراتو ته استول کېږي. بیا چې کله دا ډله بېرته هېواد ته ستنه شي نو هغوی بیا نورو علماوو ته په مرکز او ولایتونو کې زده کړه ورکوي."

په افغانستان کې شاوخوا ۲۴۰ زره امامان او مؤذنان فعالیت لري.

له دې ډلې یوازې نژدې ۴۰۰۰ یې له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره ثبت شوي دي.

دغه راز په افغانستان کې له ۱۲۰۰۰ جوماتونو یوازې ۱۴۰۰ یې له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره ثبت شوي دي.

اوس د الازهر پوهنتون د استادانو له خوا د قباء اصلاحي مرکز په نوم د یو نادولتي مرکز په همکارۍ د جوماتونو امامانو او خطیبانو ته د دوی له زده کړو په پراخه او لوړه کچه دیني زده کړې ورکول کېږي.

د دې مرکز مشر محمد قاسم حلیمي وايي له منبر څخه باید په ټولنه کې د سوله ییز ژوند کولو او د ټولنې د سمون لپاره کار واخیستل شي.

په کابل کې د مصر سفارت قونسل محمد صبري وايي د الازهر پوهنتون شاوخوا ۵۰ دیني عالمان په کابل کې دي او د افغانستان په دیني مدرستو او ښوونځیو کې د تدریس ترڅنګ د خطیبانو او امامانو د روزنې چاره هم پر غاړه لري:

"موږ پوهېږو چې افغانستان کې مشري د علماوو په لاس کې ده. دوی د دې هېواد اساس جوړوي او خلک تل د دوی خبرې اوري. موږ غواړو یو دیني عالم مخکې له دې چې منبر ته پورته شي او خلکو ته د دین پیغام ورسوي هغه باید په هر څه پوه وي. د هغه پیغام باید پر سخت دریځي ولاړ نه وي بلکې په اعتدال او منځ لاریتوب باید متکي وي. موږ دا درک کړې چې د افغانستان او مصر علماء باید د دیني مفاهیم د ښه درک لپاره پخپل منځ کې د نظرونو تبادله وکړي. زموږ لپاره د دین اساس منځلاریتوب دی."

افغان حکومت یوازې ۳۶۰۰ امامانو او خطیبانو ته د میاشتې شاوخوا ۴۰۰۰ افغانۍ میاشتنې معاش ورکوي او پاتې نورو ته د هرې سیمې له رواج سره د خلکو له خوا د میاشتې ټاکلې اندازه پیسې ورکول کېږي.

هغه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو په وینا د امامانو ترمنځ د یو واحد غږ د رامنځ ته کولو مخه یې ډب کړې ده.

ورته مطالب