د افغان ولسي جرګې غړې فرېبا کاکړ خوشي شوې

Image caption فرېبا کاکړ شاوخوا يوه مياشت مخکې په غزني کې تښتول شوې وه

له غزني نه راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو په افغان ولسي جرګه کې د کندهار خلکو استازې فرېبا کاکړ خوشي کړې ده.

د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو يو وياند له پتې لېږل شوي برېښناليک کې ويل شوي، دوی د خپلو جنګياليو د ۴ تنه ښځينه خپلوانو بدل کې چې افغان حکومت سره بنديانې وې "فرېبا احمدي په خورا عزت خپلو خپلوانو ته وسپارله او په غزني ولايت کې دغه تبادله ترسره شوه".

په غزني کې ځايي چارواکو هم د فرېب کاکړ خوشي کېدا منلې، او وايي اوس يې په غزني کې له خپل مېړه سره ده.

يوې حکومتي سرچينې هم دا منلې چې د مېرمن کاکړ خلاصېدو بدل کې يې ښځې خوشي کړې دي.

فرېبا احمدی کاکړ شاوخوا يوه مياشت مخکې هغه مهال د وسله والو طالبانو له لوري ونيول شوه، چې له خپلو ماشومانو سره يې د کابل پر لور سفر کاوه.

دا لومړی ځل و چې په افغانستان کې د وسله والو له لوري د پارلمان يوه ښځينه غړې تښتول کېږي.

که څه هم طالب وياند خپله اعلاميه کې ويلي وسله والو يې له مېرمن کاکړ سره د بند موده کې "خورا اسلامي او انساني چلن کړی" خو دا او دې ته ورته پېښې په افغانستان کې د مخورو ښځو پر وړاندې د زورزياتي پېښو يو خطرناک پړاو په ګوته کوي.

د مېرمن کاکړ تښتولو دغې پېښې يوازې څو ورځې مخکې د افغان ولسي جرګې يو بله ښځينه غړې د افغانستان همدې برخه کې د وژنې له هڅې ژوندۍ وتلې وه، خو لور يې په پېښه کې وژل شوې وه.

څه موده مخکې په هلمند کې يوه جګپوړې افغان پوليسه خپل کور ته پر لار په ډزو ووژل شوه.

ورته مطالب