افغانستان د سواد د زده کړې ۳۰ زره مرکزونه لري

Image caption نا امني د اړينې بوديجې نشتوالى ،بې وزلي،او ناوړه دودونه د سواد د زده کړې د پروگرامونو د پرمختگ پر لاره لوى خنډونه بلل کيږي.

د سواد د زرده کړې له نړيوالې ورځې سره همهاله د افغانستان د پوهنې وزارت ويلي دي چې په دغه هيواد کې يې د سواد د زده کړې د مرکزونو شمېر له ٢٢ زرو نه ٣٠ زرو ته پورته کړى دى.

د چارواکو په وينا له دغو مرکزونو څخه ډير يې په کليوالي سيمو کې دي او اوس په کې ٧٧٠ زره کسان په زده کړ بوخت دي چې ٦٢ سلنه يې ښځې دي.

خو اړوند چارواکي وايي چې نا امني، بې وزلي او ناوړه دودونه ددغه پروگرام په لاره کې خنډونه جوړي.

کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک کاږي، افغانستان يو له هغو هېوادونو گڼل کيږي چې د سواد کچه په کې ټيټه ده،د ملگرو ملتونو د شميرو له مخه ددغه هيواد د ٢٨ ميلونه وگړو څخه ٦٦ سلنه يې ليک لوست نه شي کولاى.

د افغانستان د پوهنې وزارت چې ددغې ستونزې د هوارې هڅه کوي چارواکي وايي چې سږ کال يې په دغه هېواد کې د سواد د زده کړې د مرکزونو شمير له ٢٢ زرو ٣٠ زرو ته پورته کړى دى.

چارواکي وايي چې په دغو مرکزونو کې ٧٧٠ زره کسان په زده کړو بوخت دي چې ٦٢ سلنه يې ښځې دي.

د پوهنې وزارت د نشراتو د برخې مشر کبير حقمل بي بي سي ته وويل چې سږ کال يې ددغو کورسونو لمن له ښارونو کليوالي سيمو ته هم وغځوله.

نا امني د اړينې بوديجې نشتوالى، بې وزلي، او ناوړه دودونه د سواد د زده کړې د پروگرامونو د پرمختگ پر لاره لوى خنډونه بلل کيږي.

همدا راز د مسلکي ښوونکو نه شتون هم په دې برخه کې يوه ستونزه بلل کيږي.

خو يو شمير کارپوهان نيوکه کوي چې افغان حکومت د سواد زده کړې ته حاشيوي ځاى ورکړى او اصلي تمرکز پرې نه کوي تر دې چې ددغو ټولگيو لپاره ټاکلى ځايونه هم نشته او په جوماتونو او اجاره شويو ځايونو کې زده کړه ورکول کيږي.

ورته مطالب