د وردګو ځانمرګي برید کې لس کسان وژل شوي

Image caption برید داسې مهال شوی، چې ځینې حکومتي مامورین رخصت شوي وو، او کورونو ته د ستنېدو په انتظار و.

د افغانستان پلازمېنې کابل ته څېرمه ورګو ولایت مرکز میدانښار کې ځانمرګی برید شوی.

برید ماسپښین شاوخوا یوه بجه، هغه مهال وشو، چې یو شمېر ځانمرګو برید کوونکو غوښتل، د ملي امنیت ریاست ودانۍ، ولایت او ځینو نورو ودانیو ته ننوځي او ډله ییز بریدونه وکړي.

د وردګو مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې برید کې شپږ ځانمرګي برید کوونکي او د ملي امنیت څلور مامورین وژل شوي.

اعلامیه کاږي، برید کې شاوخوا دېرش کسان ټپیان شوي.

د اعلامیې پربنسټ، برید د ملي امنیت ریاست ودانۍ ته نژدې له شپږو ځانمرګو برید کوونکو یوه یې د ټونس په مټ برید وکړ او پنځو نورو یې غوښتل، چې ''د ولایتي مقام او ځینو نورو ودانیو بریدونه وکړي، خو برید کوونکي د امنیتي کسانو له خوا ووژل شول''.

وايي برید دومره زورور و، چې د نژدې ودانیو ښيښې یې ماتې کړې چې له کبله یې ګڼ خلک ټپیان شول.

اعلامیه وايي، چې والي د برید پرمهال د سولې شورا کې غونډه لرله،

Image caption د وردګو والي وړاندې په دې ولایت کې د ناامنیو له ډېرېدا شکایت درلود.

خو د میدان وردګو ولایتي شورا مرستیال حضرت محمد جانان بي بي سي ته مخکې ویلي وو، چې برید کې ۱۷ کسان ټپیان شوي، چې ډېری ولسي وګړي دي.

دی وايي ډېری ټپیان د ودانیو د ښيښو ماتېدو له کبله ټپیان شوي.

خو میدانښار کې عیني شاهدانو بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلېفون پر کرښه وویل، چې پنځه ځانمرګي وژل شوي برید کوونکي دوی پخپلو سترګو ولیدل.

عیني شاهدان وايي، چې برید ته څېرمه د ودانیو ښيښې ماتې شوې، چې له کبله یې ګڼ کسان ټپیان شوي دي.

برید داسې مهال شوی، چې ځینې حکومتي مامورین رخصت شوي وو، او کورونو ته د ستنېدو په انتظار و.

ورته مطالب