"که ستونزې هوارې نه شي قبیلوي واکمني رامنځ ته کوو"

Image caption د نورستان خلکو حکومت ته خبراداری ورکړی که یې ستونزې هوارې نه کړي نو دوى به ولسي او قبيلوي واکمني رامنځ ته کړي.

له نورستان ولایته د ملي شورا یو ستون شوی پلاوي وايي د هغه ولايت استوگنو خبردارى ورکړى، که ستونزى يې هوارې نه شي، دوى به ولسي او قبيلوي واکمني رامنځ ته کړي.

د پلاوي په وينا د نورستان لارې له څو مياشتو راهيسې په بشپړ ډول تړل شوي او د امنیت له پلوه دغه ولایت له څلور خواوو د وسلوالو مخالفانو له خوا کلا بند دى.

په ملي شورا کې د نورستان يو شمېر استازي هم د نورستان د اوسني وضيعت په اړه انديښمن دي او له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د مرستې لاس وروغځوي.

د مشرانو جرگې پلاوى وايي موندني يې ښيي چې د دغه ولايت گڼ شمېر ولسوالۍ په قبيلوي او قامي تړاونو ساتل کېږي او حکومت پرې هسې واکمني نه لري چې په کار ده.

پلاوي بي بي سي ته وویل د خپل سفر راپور يې حکومت ته سپارلى او د کابينې له يو شمېر وزيرانو سره یې هم شريک کړى دى.

د پلاوي مشر او د مشرانو جرگې د شکايتونو اوريدو کميسیون مشر زلمى زابلى وايي د نورستان خلکو گواښ کړى که حکومت يې ستونزې هوارې نه کړي دوى به خپله د چارو واگې په لاسونو کې واخلي.

په مشرانو جرگه کې د نورستان سناتور حافظ عبدالقيوم هم د ښاغلي زابلي خبرې ټکى په ټکي تایيد کړې او له بي بي سي سره یې په خبرو کې خبردارې ورکړ که حکومت د نورستان ستونزې هوارې نه کړي نو په وينا يې دغه ولايت به د ترهگرو په مرکز بدل شي.

نورستان د افغانستان په ختيځ کې پروت يو سوړ ولايت دى چې د ژمې په موسم کې يې لارې په درنو واورو پوښلي وي.

سيمه ییز خلک وايي که تر ژمي مخکې لارې خلاصې نه شي او خوراکي، روغتيايي او نورو توکي ور ونه رسول شي ښايي له يوه ناورين سره مخامخ شي.

ولسي خلک د امنيتي حالت د ښه کيدو په موخه په دغه ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو غوښتونکي هم دي.

اوس مهال په نورستان کې ملي پوځ نشته او يوازې ملي پوليس په کې فعال دي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ولايت له گاونډي پاکستان سره اوږده پوله لري چې د چارواکو په وينا گڼ افغان او بهرني مخالف وسلوال په کې وسلوال خوځښتونه لري.

ورته مطالب