کونړ: د نږور وژنې په تور خواښې په مرګ محکومه شوه

Image caption ميړه اوښځه دواړه د دوو نورو زامنو سره لاس تړلي د قاضيانو پر وړاندې ولاړ وو او خپل ځان بې ګناه باله.

د کونړ د استناف محکمې، يوه خواښى د خپلې نږور پر وژنه پړه وبلله او په اعدام ېې محکومه کړه. د پېښې اصلي ځاى د نرنګ ولسوالي وه چې هلته هم لومړنۍ محکمې دوژل شوې خواښې ته داعدام حکم اورولى وو.

څارنوال، د دفاع وکيل او خپله تورنو د يوه بل سره کلکې چنې ووهلې. څارنوال ويل نوموړې پرلپسې درې کاله ځورول شوې وه.

د محکمې له پرېکړې وړاندې دوژل شوې مور له محکمې د عدل غوښتنه کوله:

"اعدام دې شي اعدام دې شي، قران دې نه پټوي، د خداى لپاره دا زموږ د ژړا ځاى دى غريبان يو ملنګان يو همدا يو بچى مې دى"

په پای کې د کونړ داستيناف د محکمې ریيس شمس الرحمان ریيس خيل چې د دغې ډاګيزه محکمې مشري ېې کوله د منصفه پلاوي پرېکړه واوروله

"موږ د کونړونو ولايت د استيناف محکمې د جزا د ديوان قضايي هيت درايو په يوالي ته، شيرينه د زين الله لورد عايشې د قتل په تور دجزآ د قانون د درې سوه پنځه نويمې مادې اوښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منعې د قانون د دوه ويشتمې مادې د دويمې فقرې د حکم په پام کې نيولو سره په اعدام محکومه کړې او تاسو هريو اصلت خان دعسکر خان زوى (د وژل شوې خسر)او رحمان الله داصلت خان زوى (دوژل شوې ميړه) د جرم په اتفاق کې په اوه اوه کاله بند محکوم کړئ"

ميړه او ښځه دواړه د دوو نورو زامنو سره لاس تړلي د قاضيانو پر وړاندې ولاړ وو او خپل ځان بې ګناه باله، خواښې ېې ويل نږور ېې په سر بدالۍ اخته وه او له بامه په داسې حال کې راغورځېدلې وه چې دا په کور کې نه وه.

"د بچي مې ښځه وه او زما بچۍ وه نه مې وژلې او نه ېې وژنم او نه خپل کور در په در کوم، پنځه بچي مې دايرو په ډېران پاتي دي، ډوډۍ څوک نه ورکوي، ګنډۍ څوک نه ورکوي، د قضا نه مو هيله داده چې موږ معاف کړه او موږ وباسه، په موږ کې دا کار نشته او نه پرې يقين لرو"

محکمې ته راغلو ځينو شاهدانو دوژل شوې سره چې لا ېې اولاد نه درلود، د تاوتريخوالي او پرلپسې ربړونو ويل. د ځينو سره دا اندېښنه هم وه چې چې په اعدام د محکومې شوى لور چې د نږور بدلي ېې وه، د هغې دخسرګنۍ له لورې به دغچ اخیستو په نيت وځورول شي.

دا په کونړ کې د ښځو سره دزور زياتي او ربړوني لومړنۍ دوسيه نه ده چې تورنو ته ېې د مرګ سزا اورول کېږي. تر دې وړاندې نور ښځې او سړي په ورته سزا محکوم شوي دی.

خو تر اوسه د یوه د مرګ سزا هم نه ده عملي شوې. د ډېرو سره دا اندېښنه ده چې که د ښځو ځوروونکي سزا ونه ويني تاوتريخوالى به همداسې روان وي.

د ښځو سره دزور زياتي ډېرې لږ پېښې تر عدالته رسيږي. په کليو او بانډو کې هلته چې ښځې خپل غږ نه شي پورته کولى، هرڅه په پټه خوله پر ځان تېروي.

ورته مطالب