د پاکستاني پارلمان پلاوی افغانستان ته سفر کوي

Image caption تمه کېږي، چې د پاکستاني پلاوي غړي به افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ سره هم وویني.

د پاکستان سنا مجلس د دفاعي چارو کمېټې یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته سفر کوي.

د دغه پلاوي مشري پاکستانی سناتور مشاهد حسین سید کوي.

ویل کېږي، چې د پلاوي د سفر هدف په پارلیماني کچه د داوړو هېوادونو تر منځ د خبرو پیل کول دي.

دغه سفر به څلور ورځې دوام وکړي او د پلاوي غړي به د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون د افغانستان ملي شورا کې له خپلو افغان سیالانو سره وویني.

تمه کېږي، چې د پاکستاني پلاوي غړي به افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ سره هم وویني.

د پاکستاني پلاوي مشري مشاهد حسین سید کوي او د بېلابېلو پاکستاني سیاسي ګوندونو اړوند سناتوران یې ملګري دي.

چودري اعتزاز حسن، مولانا محمد خان شیراني، حاجی عدیل، افراسیاب خټک، بیګم نجمه حمید، سحر کامران، جهانګیر بدر او فرحت الله بابر د پلاوي غړي دي.

د پاکستاني سناتورانو دغه سفر پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي له سفره وروسته تر سره کېږي.

روانې اونۍ پیل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی وویل، افغانستان کې د سولې بهیر د پیاوړتیا لپاره یې اووه تنه طالب بندیان خوشي کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د طالب بندیانو خوشې کولو هرکلی وکړ،خو وايي دوی له پاکستاني لوري غواړي مهم طالب بندیان دې خوشي کړي.

دوې اونۍ وړاندې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي یوه ورځنی سفر په دې موخه یوه ورځ نور وغځول شو، چې تمه یې لرله د سولې په بهیر کې پاکستان رښتینې همکارۍ ته و هڅوي.