فهیم: د اوازو له کبله اقتصاد ته زیان اوښتی

Image caption له دي باید منکر نه شو، چې په افغاانستان کې اند ېښنې شته. محمد قسیم فهیم

د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تبلیغاتو د دغه هېواد اقتصاد له ځوړ سره مخامخ کړی دی.

ښاغلي فهیم، چې د پخواني جهادي قومندان احمدشا مسعود د وژل کېدو ۱۲ تلین په مناسبت یې خبرې کولې، د ولسمشرۍ دراتلونکو ټانکو په ترسره کېدو ټنیګار کاوه او د نویو ټاکنیزو ایتلافونو د جوړېدو هرکلی یې وکړ.

په همدې حال کې، پخواني جهادي مشر، عبدالرب رسول سیاف وسله وال طالبان د پردیو مزدوران وبلل او له هغوی سره یې د سولې خبرې ناممکنې وګڼلې.

له کابله زموږ همکار حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي، چې د پخواني جهادي قومندان احمدشا مسعود د تلین ورځ هر کال اوس ډېرو سیاسي او حکومتي مشرانو ته د بحث په یوه ښه ځای بدله شوې.

سږ کال پر د غه ورځ، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې، د بهرنیو ځواکونو وتل او له طالبانوسره د سولې مذاکرات دخبرو اصلي بحثونه وو.

د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال، مارشال محمد قسیم فهیم، په دغه غونډه کې، له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه منفي تبلیغات زهرجن وبلل. هغه وویل، دغه ډول تبلیغاتو د افغانستان اقتصادی حالت ته سخت زیان رسولی دی.

" له دي باید منکر نه شو، چې په افغاانستان کې اند ېښنې شته، نن په افغانستان کې اقتصادي حالت مخ په زوړ روان دی، نن د افغانستان اقتصادي حالت په بشپړ ډول په یوه بد حالت کې دی، ان دامنیتي لېږد له امله اوس په افغانستان کې ټول خلک د شخصي ژوند په اړه په اندېښنه کې دي او دا د هغو زهرجنو تبلیغاتو پایله ده، چې وایي که بهرنیان له افغانستانه ووځي، جګړه کېږي یا دا کېږي او یا هغه کېږي، دا یو بد تبلیغ دی، دایو ظالمانه تبلیغ دی، چې موږ او تاسې یې پر خپل حال کوو."

که څه هم ښاغلي فهیم وسله وال طالبان د افغانستان داوسني کړکیچ یوه برخه وګڼله او له هغوی سره یې د سولې پر خبرو ټینګار کاوه، خو جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، چې د سولې د عالي شورا غړی هم دی، په دغه غونډه کې له طالبانو سره د سولې پر خبرو نېوکې وکړې.

ښاغلي سیاف، طالبان د اسلام پر بدنامولو او جنایتونو تورن کړل او هغوی یې د پردیو مزدوران وبلل.

" په تاریخ کې تاسې اوریدلې، چې له مزدور سره سوله شوې وي ؟ تاسې یې په لامل نه پوهیږﺉ، چې ولې له موږ سره مخامخ خبرې نه کوي ؟ دوی د کبر او غرور له مخې داسې نه کوي، دوی سترګې نه لري، دوی مخ نه لري چې له موږ سره مخامخ شي، هغوی مزدوران دي موږ خپلواک یوو، له دې مزدورۍ دې راووځي، چې د تړون جوګه شي. د حریت ساحې ته دې راشي، چې د معاملې وړ شي، ځکه له مزدوسره معامله نه شي کېدای."

نوموړي، چې تېر کال یې هم په ورته غونډه کې طالبان سخت ننګولي وو، د هغوی پرضد یې د افغان ځواکونو جګړه مقدسه وبلله.

" تاسې ډاډمن اوسﺉ، چې ځای مو جنت دی، تاسې د خیر په لور رروان یی، هغه څوک، چې د خپل کور په دفاع کې، هغه څوک چې دخپل اهل په دفاع کې، هغه څوک چې د خپلې خاورې او ناموس په دفاع کې ووژل شي، شهید دی او دا د پيغمبر غږ دی، هغه خبیث، چې ستاسې جنازه نه کوي، هغه د خدای، ناموس او د خاورې دښمن دی."

د احمد شا مسعود پلویان، هرکال دهغه په یاد لارو او کوڅو ته وځي او ځینې وخت دغه ورځ له اخ و ډب نه هم خالي نه وي.

دوی په هر ځای کې د ښاغلي مسعود تصویرونه لګوي او د همدغو تصویرونو دلګېدو پر سر یې په کابل کې د ژوندون په نوم د یوه شخصي تلویوزیون له کارکونکونوسره اخ و ډب هم کړی دی.

ورته مطالب