"ټاکنې به هغه ګټي چې جهاد یې کړی وي"

Image caption د دغو جهادي سټو په وينا که چيرته مجاهدين له صحنې نه ايستل کېږي، نو د دوى په باور داسې بل ځواکمن ځواک به نه وي چې د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا نه ننګه وکړي.

د افغانستان يو شمېر جهادي شخصيتونه په ټينګار سره وايي چې په راتلونکي ولسمشريزو ټاکنو کې به هغه نوماند بريالى وي چې د جهاد په ليکو کې يې برخه اخيستې وي.

د دغو جهادي سټو په وينا که چيرته مجاهدين له صحنې نه ايستل کېږي، نو د دوى په باور داسې بل ځواکمن ځواک به نه وي چې د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا نه ننګه وکړي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم او جهادي مشرعبدالرب رسول سياف د پخواني وژل شوي قومندان احمد شاه مسعود ۱۲م تلين په لمانځغونډه کې دغه څرګندونې کولې.

دا لومړى ځل نه دى چې ځيني جهادي سټې په افغانستان کې د مجاهدينو لپاره د زياتې ونډې غوښتنه کوي، پخوا هم د افغان ولسمشر لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم او د اسلامي اتحاد د تنظيم مشر په وار، وار او بېلا بېلو غونډو کې له دغې غوښتنې پلو پورته کړى، خو دا پلا چې په دغه هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره منډې ترړې ګړندۍ شوي، دغو غوښتنو د يو شمېر خلکو سره هم ځيني پوښتنې هم راولاړې کړيدي.

ښاغلي فهيم د وژل شوي جهادي قومندان احمد شاه مسعود په دوولسم تلين کې په زغرده په دې خبره ټينګار لاره چې په دغه هېواد کې د مجاهدينو پرته نور څوک نه شي کولاى د ولسمشرۍ پر ګدۍ پاتې شي:

"هر څوک چې ځان کانديدوي، زما له نظره لومړى بايد مسلمان وي، ځکه دغه هېواد اسلامي هېواد دى موږ نه شو کولاى پر اسلام سترګې پټې کړو. دويم معيار زما له نظره جهاد او مقاومت دى. دا هغه ارزښتونه دي چې موږ يې د لاسته راوړلو لپاره قربانۍ ورکړي، او هغه څوک چې ځان کانديدوي لږ تر لږه موږ سترګې لرو او عقل لرو، بايد وګورو او هغه وڅېړو چې ايا دغه کس کولاى شي چې دغه هېواد له دغه حالته بچ کړي او يوې ښې راتلونکې په لاره يې بوځي."

جهادي مشر عبدالرب رسول سياف تر ده هم وړاندې لاړ او په ډاګه يې کړه چې له مجاهدينو پرته نه دا هېواد د سمسورتيا پر لور ځي او نه يې هم امنيت ټينګېداى شي:

"هيڅوک دې داسې فکر نه کوي چې د جهاد د سنګر دغه جنګيالي دې نفې شي، داسې فکر دې هم څوک نه کوي چې پرته له دغو مجاهدينو دغه هېواد اباديداى شي. که څه هم چې په جهاد کې ټولو افغانانو ونډه اخيستې، خو هغو مجاهدينو چې سنګرونه تاوده ساتلي، نن هم د دغه هېواد وارتان همدوى دي، سبا ته هم همدوى دي او دغه راټوکېدلې ستونزه پرته له دوى نه بل څوک هوارولى هم نه شي."

خو په افغانستان کې داسې کسان هم لږ نه دي چې په مجاهدينو تور لګوي او وايي چې جهادي تنظيمونو د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغانستان ډېر لوى ښارونه په تېره بيا پلازمېنه کابل يې په کندوالو بدل کړ، او دغلته يې لسګونه زره کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

دا هغه څه دي چې تر يوه بريده يې خپله مجاهدين هم مني، خو دوى د دغو پيښو پړه پر هغو ګاونديو هېوادونو اچوي او وايي چې د دغو هېوادونو د لاسوهنې له امله دغلته تنظيمي جګړې پيل شوې وې .

ورته مطالب