د امریکا پرکونسلګرۍ ډله ییز ځانمرګی برید

هرات
Image caption د هرات والي سید فضل الله وحیدي، ویلي، برید کوونکو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د کونسلګرۍ په ۶۰ مترۍ کې چوولی دی.

د افغانستان لوېديځ هرات ښار کې د امریکا کونسلګرۍ ته نژدې تر یوې لویې چاودنې وروسته د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.

هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده، چې د پېښې ځای ته ورغلی و، پښتو وېبپاڼې وویل، د امریکا له کونسلګرۍ شاوخوا کلک دېوالونه تاو شوي چې په لومړنۍ لویې چاودنې سره یې لومړنی قراول یا دروازه ماته شوه او برید کوونکي ورننوتل.

د برید انځورونه وګورﺉ

نوموړی وايي، سهار پنځه نیمې بجې تر یوې زورورې چاودنې وروسته افغان سرتېرو له برید کوونکو سره په سپکو او درنو وسلو نښته وکړه.

سیمې ته د امریکايي ځانګړو او د ایټالیا د چټک غبرګون ځواکونو تر رسېدو وروسته، افغان ځواکونه شاته شول او بهرنیانو سیمه کلابنده کړه.

که څه هم د تلفاتو کره شمېره نه ده مالومه، خو هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان تاج محمد جاهد وايي، برید کې تر اوسه د دوو پولیسو د وژل کېدو او دوو نورو پولیسو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

خو د هرات روغتون چارواکي وايي، دوی ته یو مړی او ۲۰ ټپیان وروړل شوي، چې مری د کونسلګرۍ افغان ساتونکی دی، او ټپیانو کې هم دوه ساتونکي، دوه پولیس او ۱۷ هغه ملکي وګړي دي، چې د زورورې چاودنې له کبله یې د ودانیو د هېندارو ماتېدو له کبله ټپیان شوي.

یو ملکي وګړی په ګولۍ ټپي شوی.

وسله والو طالبانو د دغه برید پړه منلې، او یوه ویاند قاري یوسف احمدي یې ادعا کړې، چې په برید کې ۱۳ بهرني او ۱۲ افغان پوځيان وژل شوي.

د امریکا کونسلګري د هرات ښار شمال لوري ته د عمومي لارې د غره لمن پر سر خوندي ځای کې پرته ده، چې شاوخوا یې د استوګنې ځایونه نه شته.

د امریکا سفارت ویاند اې پي خبري اژانس ته ویلي چې "د کونسلګرۍ ټول کارکوونکي خوندي دي او زیان نه دی ورته اوښتی".

هرات د افغانستان په لوېديځ کې له ایران نژدې ولایت دی.

Image caption په نښته کې د افغان پولیسو د وژل کېدو او ټپي کېدو رپوټ هم ورکړل شوی.

دوې الوتکې د کونسلګرۍ د ننه کوزې شوې دي.

چاودنه دومره زوروره وه، چې ان سلګونه متره لیرې یې د ودانیو ښيښې ماتې کړې دي.

ایساف پخپله ټویټر پاڼه کې ویلي، چې ټول برید کوونکي وژل شوي او اوس کونسلګرۍ ته هېڅ ګواښ نه شته.

د هرات والي سید فضل الله وحیدي، ویلي، برید کوونکو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د کونسلګرۍ په ۶۰ مترۍ کې چوولی دی.

د روانې سپټمبر په لومړیو کې طالبانو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د جلال اباد تورخم کې د امریکا پر یوې اډې برید وکړ، چې درې کسان په کې ووژل شول خو مالي تلفات په کې ډېر وو.

پکتیکا

د افغانستان سوېل ختيځ پکتیکا ولایت سروضې ولسوالۍ ته نژدې له ترانسپورت مدیریت سره موټربم ځانمرګي برید لږترلږه شپاړس افغانان ټپیان کړي دي.

د پکتیکا امنیه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ برید تاییدوي او وايي چې دغه لس سلنډره موټر، چې له چاودېدونکو توکو ډک شوی و، ښرنې ته تر رسول کېدا وروسته چوول کېده.

دی وايي، کله چې پولیسو موټروان ته د درېدو غږ کړی، هغه ناچاره شوې او موټر یې چوولی دی.

Image caption د برید سیمه کې د ولسوالۍ ودانۍ په ګډون، ګڼو حکومتي ودانیو او د خلکو کورونو ته زیان اوښتی او د زیاترو هېندارې ماتې شوې دي.

په ټپیانو کې لس پولیس، دوه د ملي امنیت کسان، دوه د ترانسپورت ملکي مامورین او دوه عام وګړي دي.

په سیمه کې زموږ خبریال احسان الله مهجور وايي، دا چې پېښه سهار شپږ بجې شوې وه او د جمعې ورځ وه، د خلکو ګڼه ګوڼه هم سیمه کې نه وه، څوک په کې نه دي وژل شوي، خو که لږ وروسته شوې وای، شاید ډېر خلک یې وژلي وای.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند په خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، برید د دوی کسانو د سروضې ولسوالۍ ودانۍ، اردو او اربکیانو مرکز ته نژدې کړې، چې په ادعا یې لسګونه بهرني او افغان پوځيان پکې وژل شوي.

د برید سیمه کې د ولسوالۍ ودانۍ په ګډون، ګڼو حکومتي ودانیو او د خلکو کورونو ته زیان اوښتی او د زیاترو هېندارې ماتې شوې دي.

ورته مطالب