هلمند کې د نشه يي توکو ضد مبارزه ناکامه ده

محمد نعیم بلوڅ، د هلمند والي
Image caption ښاغلي بلوچ دغه څرګندونې په لښګر کاه کې له برتانوي سرتیرو څخه افغان لوري ته د پولیسو د یوه روزنیز مرکز د ورسپارلو په مراسمو کې وکړې.

د افغانستان سوېلي هلمند والي په دغه ولایت کې د کوکنارو د کرکېلې او نشه يي توکو پرضد روانه مبارزه ناکامه بللې ده.

والي محمد نعیم بلوچ بي بي سي ته وویل، د نشه يي توکو پرضد افغان وزارت د کوکنارو د کروندو اړولو په بدل کې کروندګرو ته کوم بل پام وړ بدیل نه لري، او دا چې د کروندګرو په ژوند کې یې د بدلون راوستلو په تړاو کوم کار نه دی کړی.

کابل کې زموږ همکار جعفر هاند پخپل راپور کې کاږي، ښاغلی بلوچ وايي دوی اوس پر یوې نوې تګلارې کار کوي چې له مخې به یې د ولسونو په خوښه د کوکنارو پر یوه ښه بدیل کار کوي چې یو لړ بیارغنیزې پروژې هم په کې شاملې دي.

خو د افغانستان د نشه يي توکو ضد وزارت د والي بلوچ دغه تورونه بي بنسټه بولي.

هلمند د افغانستان په سویل کې پروت هغه ولایت دی چې د کوکنارو د کرکېلې تولید له له اړخه په نړیواله کچه نوم لري.

افغان حکومت د نړیوالو په مرسته له تېرو څو کلونو راهيسې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کرکېلې د اړولو کمپاین کوي.

زما مشاورین

خو والي محمد نعیم بلوچ اوس وايي چې د کوکنارو او نشه يي توکو ضد شوې مبارزه ناکامه ده، او دا چې دوی او اوس پر یوې نوې تګلارې کار کوي:

''د مواد مخدر پر وړاندې د مبارزې وزارت چې دا څو کاله کومه ستراتیژي تطبیقوي ناکامه او بې نتیجې ده. زما مشاورین اوس له وزارت سره کار کوي، ما یوه طرحه وړاندې کړې وګورو څه کیږي''.

ښاغلی بلوچ وايي د نوې تګلارې له مخې به د ولسونو منځ ته ورځي او له کلیوالو سره له سلا مشورو وروسته به، د کوکنارو د کښتونو د اړولو بدیل وړاندي کوي چې په خبره کروندګرو او هلمندي ځوانانو د کاري زمینو برابرول هم په کې راځي:

''دا اسانه ده چې د کوکنارو د کښت تر رسېدو د مخه باید فصلونه واړول شي، باید له ولس سره خبرې وشي او د هغوی خوښې او اړتیاوو ته په کتو پروژې عملي شي، لکه مکتب او د سړکونو جوړول دي. ولس د کوکنارو پر کر کیله خوشاله نه دی، ځکه چې ځوان یې معتادیږي، که چېرې د بست د تصدۍ فابریکه فعاله شي نو کاري زمینې برابریږي او دوی په خپله د کوکنارو له کره لاس اخلي''.

خوښاغلي بلوچ و نه ویل چې دغه تګلاره به کله بشپړه او عملي شي او دا چې د ټول هلمند ولایت د کوکنارو د اړولو لپاره څومره بودیجې ته اړتیا لري.

Image caption د هلمند ولایت چې د افغانستان د نورو ولایتونو پر تله نا امنه بلل کیږي، په ډېرو ولسوالیو کې یې کوکنار کرل کیږي

ښاغلي بلوچ دغه څرګندونې په لښګر کاه کې له برتانوي سرتیرو څخه افغان لوري ته د پولیسو د یوه روزنیز مرکز د ورسپارلو په مراسمو کې وکړې.

خو د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د ښاغلي بلوچ دغه څرګندونې بې اساسه وبللې او پر والي یې تور ولګوو چې په دغه مبارزه کې له زړه مرسته نه کوي.

د نشه یي توکو ضد مرستیال وزیر ابرهیم ازهر بي بي سي ته وویل په تېرو څلورو کلونو کې په هلمند کې د کوکنارو د اړولو په بدل کې یې د څه باندې پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت پر کروندګرو خوراکي توکي وېشلي دي:

''د فوډ زون په نامه مو په څلورو کلونو کې په هلمند کې تقریباً د ۵۳ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې تطبیق کړي دي. دا چې والي صاحب وايي چې د وزارت تګلاره ناکامه ده، غواړي چې خپله ناکامي پر وزارت واچوي. موږ د وزارت د نه مرستې له کبله تر ډېره د خپل هدف په لاس ته راوړلو کې پاتې راغلي يو''.

ښاغلي ازهر وویل په افغانستان د نشه یي توکو پر وړاندې د افغان حکومت تګلاره او پالیسي د سیمې په کچه بېسارې ده، په ترڅ کې یې د ده په ټکو د هلمند په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د کوکنار د کرکیلې مخنیوی شوی دی.

د هلمند ولایت چې د افغانستان د نورو ولایتونو پر تله نا امنه بلل کیږي، په ډېرو ولسوالیو کې یې کوکنار کرل کیږي چې د افغان چارواکو په خبره ډېره ګټه یې د افغان حکومت مخالفو وسله والو طالبانو او نورو مافیايي کړیو ته په لاس ورځي.

ورته مطالب