کرزی:ترهګرۍ ضد هڅې د سیمې ګډ مسوولیت دی

Image caption د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د غونډې په څنډو کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم ولیدل.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په بیشکک ښار کې د شګنهايي د همکاریو سازمان غونډې ته وویل، د سیمې هېوادونه باید دا هیله ونه لري چې ناټو، آیساف او امریکا به سیمه د ترهګرۍ او افراطیت له ګواښه وژغوري.

ولسمشر حامد کرزي د شانګهايي ۱۳ مې سرمشریزې ته په وینا کې وویل، د ترهګري او افراطیت پرضد هڅې په خپله د سیمې د هېوادونو ګډ مسوولیت دی.

د هغه په وینا، د افغانستان امنیت او یوالی د سیمې د ټولو هېوادونو د امنیت او یوالي لپاره اړین دی، ځکه نو په کار ده چې په افغانستان کې د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو د پراخولو، سولې او امنیت لپاره له افغانستان سره مرسته وشي.

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لیوال وايي د شانګهايي سازمان د خپل منځي اختلافاتو له امله د افغانستان په برخه کې واحد دریځ نه لري.

ولسمشر حامد کرزي د بیشکک غونډې ته وویل، د ترهګرۍ پراخېدل به نه یوازې د افغانستان او پاکستان بلکې ټولې نړۍ لپاره بدې پایلې ولري.

ولسمشر کرزي د هغو ډلو نومونه هم واخیستل، چې ده ترهګر وبلل او ویې ویل چې افغانستان ورسره په جګړو کې ښکېل دی.

د هغه په وینا د ازبکستان او ترکمنستان اسلامي تحریکونه، پنجابي طالبان، لشکر طیبه او چیچینیايي ترهګر هغه ډلې دي چې نه یوازې افغانستان ګواښي بلکې غواړي چې د سیمې په هېوادونو کې د خپلو ترهګرو فعالیتونو لپاره له افغانستانه د یوې لارې په توګه کار واخلي.

هغه د شانګهايي د همکاریو د سازمان غونډې ته چې افغانستان په کې د ناظر غړي په توګه برخه لرله وویل، ترهګرۍ او افراطیت ته چې د پراخېدو په حال کې دي، هغه مهال ماتې ورکول کېدای شي چې په سیمه کې او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادقانه همکاري وشي.

دغه راز د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د غونډې په څنډو کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم ولیدل او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

ولسمشر کرزي په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د هغوی د اوسېدو مودې د غځولو غوښتنه کړې او تمه یې ښوولې چې افغان کډوال په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ایران ولسمشر په دې برخه کې خپل افغان سیال ته ډاډ ورکړی دی.

ورته مطالب