افغانستان کې '۲۷ کان کیندونکي' وژل شوي

Image caption دا پېښه د افغانستان کان کینستنې برخه کې تر ټولو وروستۍ خونړۍ پېښه ده.

د افغانستان شمالي سمنګان ولایت کې تر ځمکې لاندې د ډبرو سکرو یوه رالوېدو پېښه کې لږترلږه اووه ویشت کارکوونکي وژل شوي.

د سمنګان د والي ویاند محمد صدیق عزیزي ویلي، دغو کسانو د ډبرو سکرو 'ابخورک' کان کې کار کاوه، چې د تېرې شنبې پر ورځ د کان یوه برخه پرې راپرېوته.

نوموړی وايي، پېښه کې شل نور کسان سخت ژوبل شوي، چې د څلورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی، او د ژغورنې د تېرې ورځې عملیاتو تر پرون شپې دوام وکړ.

د سمنګان ځايي چارواکي وايي، د روی دواب خورک سیمې دغه کان شاوخوا ۶۰۰ متره تر ځمکې لاندې دی.

په یوه غرنۍ سیمه کې د ابخورک د ډبرو سکرو دغه کان د دولت ترکنټرول لاندې دی.

په روی دو اب ولسوالۍ کې د اب خورک سیمې یوه اوسېدونکي ملا عصمت بي بي سي ته وویل، د پېښې ټول قربانیان د سیمې اوسېدونکي او عادي کارکوونکي دي:

''ټول کارکوونکي د اب خورک سیمې اوسېدونکي وو، چې له غرمې مخکې او وروسته یې په دوو سمڅو کې کار کاوه، زه د سمڅې د ننه د پېښې ځای ته ورغلم، د لرګیو په اړمونو د برېښنا مزي سوځېدلي او لاندې رالوېدلي وو، چې ۲۰ مړي موږ له کانه راویستل او څلور نور چې تر سکرو لاندې وو نه رایستل کېدل او بند پاتې دي، د سیمې خلک چې د ژغورنې په برخه کې یې مرسته کوله، هم مسموم شول، هر کار کوونکي د رڼا لپاره یوه بلتۍ او یوه اوسپنیزه خولۍ لرله، نور یې هېڅ هم نه درلودل''.

دا پېښه د افغانستان کان کیندنې برخه کې تر ټولو وروستۍ خونړۍ پېښه ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي د ډبرو سکرو کان کې د کارکوونکو پر وژنې ژوره خواشيني ښوولې ده.

له ارګه د حامد کرزي په حواله خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې ''پرون (شنبه) له غرمې وروسته د سمنګانو ولایت د روی دو اب ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان د یوې برخې د ړنګېدو له امله د دغه کان۵۷ کارکوونکي تر خاورو لاندې بند پاتې شول، چې ۲۷ یې مړه شول''.

کرزي د کانونو او پیټرولیم وزیر ته امر کړی، چې د پېښې حای ته ورشي او په بشپړه توګه یې وڅېړي او د راتلونکو ممکنه دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.

په تېر دسمبر کې هم د افغانستان یوه بل شمالي بغلان ولایت کې د یوې ورته پېښې پرمهال د ۱۱ کان کیندونکو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و.

د سروې له مخې، افغانستان د تېلو، غازو، مسو، سرو زور او لیتم بډایه زېرمې لري، چې په سمه او شفافه توګه بشپړ رایستل یې د دغه هېواد اقتصاد اوج ته رسولی شي.

افغانستان د طبیعي زېرمو له اړخه یو بډایه او داسې هېواد دی، چې پر زېرمو یې تر اوسه چندان لاس نه دی وهل شوی.

د افغانستان د کانونو وزارت په ۲۰۱۰ کال کې ویلي وو، چې هېواد کې د ۱ ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمې دي.

د روان کال لومړیو کې د افغانستان شمالي ولایت تخار د کانونو کیندلو ځینو کارکوونکو ویلي وو چې حکومت د معادنو رایستلو په برخه کې دوی ته پام نه کوي.

Image caption کرزي د کانونو او پیټرولیم وزیر ته امر کړی، چې د پېښې حای ته ورشي او په بشپړه توګه یې وڅېړي او د راتلونکو ممکنه دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.

یوازې په تخار ولایت کې د سرو زرو، د ډبرو سکرو، مالګې، ګچ او چونې تر ۴۰ ډېر کانونه دي.

ماشومان

د افغانستان شمال کې له لویانو سره کان کیندنو کې ګڼ ماشومان هم د یوې ګوله ډوډۍ موندلو لپاره شاقه کارونه کوي.

د قاسم په نامه یوه ماشوم کارکوونکی وړاندې بي بي سي ته ویلي وو چې لا پر دې نه دی خبر چې څو کاله عمر لري، خو دلته په کار بوخت دی:

"نه پوهېږم څو کلن یم، زه ماشین ته د مالګې دغه ټوتې وړم. هره ورځ شپږ اووه ځلې له دې ځایه ماشین ته د مالګې ټوتې وړم. درې کاله مخکې مې دا کار پیل کړی. مخکې مې ښوونځي لوست، خو پلار مې ترې وایستلم، څلور نور وروڼه لرم، چې ټول تر ما کوچنیان دي."

ورته مطالب