هلمند کې جګپوړې افغان افسره په ډزو ویشتل شوې

Image caption په وروستیو میاشتو کې پر ځینو مخکښو افغان مېرمنو بریدونه ډېر شوي او یا تښتول شوې دي.

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند کې یوه افغانه ښځینه افسره د نا پېژاندو وسله والو په ډزو ټپي شوې ده.

دا پېښه څو میاشتې وروسته تر هغه شوې چې د دوی یوه سلفه هم ورته پېښه کې وژل شوې وه.

پېښه د یکشنبې پر ګهیځ د هلمند ولایت لشکرګاه کې شوې ده.

دا پر افغان ښځينه پولیسو تر ټولو وروستی برید دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي "پر موټر سایکل سپرو دوو برید کوونکو یوه ۳۵ کلنه ښځینه افسره په ډزو ویشتلې. د ویشتل شوې نوم نګار یاد شوی ".

ښاغلي ځواک ویلي، چې برید د نګار له کور بهر پر هغې شوی، چې په ښي مټ لګېدلې ده.

سرچینه وايي، برید کوونکي تښتېدلي.

نګار، له تېرو پنځو کلونو راهیسې پولیسو کې کار کوي.

Image caption ۳۷ کلنه اسلام بي بي له ېرې یو لسیزې راهیسې د هلمند د ښځینه پولیسو په برخه کې او یوه تر ټولو فعاله ښځینه پولیسه بلل کېده.

نوموړې د اسلام بي بي ځای ناستې ده، چې په تېر جولای کې هلمند کې ووژل شوه.

اسلام بي بي د افغانستان سوېلي ولایت هلمند کې جګپوړې افغان افسره وه.

۳۷ کلنه اسلام بي بي له ېرې یو لسیزې راهیسې د هلمند د ښځینه پولیسو په برخه کې او یوه تر ټولو فعاله ښځینه پولیسه بلل کېده.

اسلام بي بي اصلاً د کندوز ولایت اوسېدونکې ده.

په وروستیو میاشتو کې پر ځینو مخکښو افغان مېرمنو بریدونه ډېر شوي او یا تښتول شوې دي.

ورته مطالب