د کابل ښار ښيښه يي ودانۍ څومره ډاډمنې دي

Image caption که څه هم د ودانیو په باندنۍ برخه کې د نورو موادو لکه کاشي او خښتو په پرتله شیشه کارول په لوړه بیه تمامیږي، خو د دې نوي صنعت له برکته زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي

نن سبا په کابل ښار کې داسې ډیرې ودانۍ جوړې شوي چې د باندې برخه یې په شیشو پوښل شوي وي، که څه هم دغه ډول ودانیو د ښار ښکلا زیاته کړې خو په دې شیشه یي نماګانو کې کارول شوي مواد معیاري نه دي.

که د کابل ښار ته سر ور ښکاره کړﺉ نو کیدای شي داسې کم واټ مو تر سترګو شي چې په شیشه پوښل شوې ودانۍ یا ودانۍ ګوټۍ ونه لري.

یوازې د ودونو لپاره د ځانګړیو هوټلونو او سوداګریزو مرکزونو ودانۍ په شیشو نه دي پوښل شوي بلکې شخصي کورونو هم د لوړ پوړیو ودانیو او لویو سوداګریزو مرکزونو پر پل ، پل ایښې دی.

د کابل ښیښه يي ودانیو انځورونه وګورﺉ

په ښیښو پوښل شوې ودانې د لمر په رڼا کې ځلیږي، په لاره تېرېدونکي کولای شي په دې ودانیو د نورو ودانیو انځور وګوري. دا ډول شيشه یې نماګانې چې د زیاترو رنګ یې، شین، اسماني او طلایي رنګونه لري د خښتو او کاشي په پرتله په بشپړه توګه نوې منظره لري.

خو د شپې تیاره، ددې ودانیو څراغونه او شیشه یي نماګانې چې بیا کله سره یو ځای شي نو دا منظره لا پسې ښکلې شي.

د دوبۍ تقلید

د دا ډول ودانیو خاوندان وايي په ودانیو کې ښیښې یا شیشه يي نما ځکه کاروي چې ودانۍ ته ښکلا وربخښي او په دې برخه کې د دوبۍ او ستانبول په څېر ښارونو تقلید کوي.

ودانیو ته د ښکلا وربښلو ترڅنګ د ښیښه یې ودانیو صنعت چې په افغانستان کې یو نوی صنعت ګڼل کیږي، یوازې په کابل کې سلګونو ته کسانو ته د کار فرصت برابر کړی دی.

د اورنګ زیب په نوم د شیشه يي نماګانو د یو کار ځای مسؤول وايي له لسو کالونو راهیسې په دې چاره بوخت او دهرې ورځې په تېریدو یې په کار کې ښه والی راغلی، او نوي مشتریان یې جذب کړي دي.

په دې ودانیو کې کارېدونکي ښیښې له چین ، پاکستان او ایران څخه راوړل کیږي، چې د ښیښه پلورونکي بخت منیر په وینا دا ټولۍ ښیښې خامې دي چې د ماتېدو پرمهال ټوټه ، ټوټه کیږي چې پر لاره تېریدونکو ته د مرګ خطر پیښولی شي.

که څه هم د ودانیو په باندنۍ برخه کې د نورو موادو لکه کاشي او خښتو په پرتله ښیښه کارول په لوړه بیه تمامیږي، خو د دې نوي صنعت له برکته زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

خو ددې ترڅنګ د ودانیو په باندنۍ برخه کې د شیشې کارولو مخالفین لږ نه دي. دوی وايی شیشه یې نما پردی دود دی. د دوی په آند په ودانیو کې ښیښه کارول د افغانستان د ودانیز سبک په زیان دی.

وحید خلیلي چې د تاریخي ودانیو د بیا رغولو په برخه کې کار کوي له دغو کسانو ځینې یودی.

نوموړی وايي دولت مسؤولیت لري چې د افغانستان ودانیزو سبک د مراعاتولو او له پامه د نه غورځولو لپاره باید هڅه وکړي. ښاغلي خلیلي وايي له لرګیو ښې نماګانۍ جوړېدای شي او بله ګټه یې داده چې لرګې وطني تولید دي چې کارول یې کورنۍ اقتصاد پیاوړی کوي.

ښیښې او اندېښنه

پر دې سربیره په داسې یوه ښار کې چې په تېره یوه لسیزه کې په کې ډیرې چاودنې شوې، د ودانیو په باندنۍ برخه کې د ښیښو کارول له اندېښنې خالي نه دي.

د محمد علي په نوم د کابل ښار په یوه ودانۍ ساتونکی دی نوموړی وايي کله چې د دوی د ودانۍ ترڅنګ چاودونه وشوه نو ټولې ښیښې ماتې شوې. د نوموړي په وینا نیکمرغي داوه چې د چاودنې په ورځ رخصتي وه او که داسې نه وای نو دې شیشو ډیر کسان وژلي وای.

البته چاودنې په کابل ښار کې یو احتمال دی چې له امله یې له شیشه یي ودانیو ویره زیاته ده،

Image caption د ودانیزو چارو پوهان وايي په دې ودانیو کې ډېره کارل شوې شیشه اومه ده چې د ماتېدو پرمهال میده کېږي نه بلکې ټوټې ، ټوټې کېږي.

د ودانیزو چارو یو کار پوه محمد جان وايي په افغانستان کې په نماګانو کې ((ناشک ښیښه)) چې د ماتېدو پرمهال میده ، میده کیږي نه کارول کیږي، او زیاتره خامې ښیښې کارول کیږي چې دده په وینا د یو چا د مرګ سبب کېدای شي.

ښاغلی محمد جان وايي که له خامې ښیښې سره فلم وکارول شوي خطر یې کمیږي، خو دا هم څوک نه کوي.

میر احمد ستانکزی دودانیزو چارو انجینر دی. نوموړی هم وايي چې کارول شوې شیشې معیاري نه دي او د ده په وینا بله بد مرغي داده چې هیڅوک یې پوښتنه نه کوي.

خو پوښتنه داده چې ولې یې څارنه نه کیږي؟ آیا همداسې ده چې د کابل ښاروالۍ چارواکي له دا ډول ښیښه يي نماګانو کومه اندېښنه نه لري؟

د کابل ښاروالۍ مرستیال عبد الاحد واحد وايي د کابل ښار یواځې په درې ناحیو کې ۴۸ سلنه ودانۍ قانوني اجرآت نه دي بشپړ کړي او پخپل سر ودانۍ شوي دي.

د نوموړي په وینا دوی نه پوهیږي چې د لوړ پوړیزه ودانیو په نماګانو کې څه ډول شیشې کارول کیږي. دا چې ولې یې مخه نه نیول کیږي ؟ ښاغلی احد وايي زورواکان دا ډول ودانۍ جوړوي.

ورته مطالب