افغان حکومت له طالبانو سره قطر کې بیا خبرې پیلوي

قطر کې د طالبانو دفتر
Image caption افغان حکومت وايي، اوس د طالبانو په دریځ کې یو څه نرمښت لیدل کېږي.

افغان چارواکي وايي تیار دي له طالبانو سره په دوحې کې خبرې وکړي، خو باید ټاکل شوي شرطونه یې په پام کې ونیول شي.

شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانیستل شو چې په هماغه سر کې یې افغان حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر کرزي توتد غبرګون وښود او ان د دغه دفتر پرانیستل یې د افغانستان لپاره یوه دسیسه وبلله.

کابل کې زموږ خبریال خوشحال تایب وايي، افغان حکومت ددغه دفتر د پرانیستلو پر بڼې نیوکه درلوده، او ان ولسمشر حامد کرزي د قطر پروسه ''شنډه شوې دسیسه'' بللې وه.

افغان حکومت ویلي وو، غوره ګڼي چې طالبانو ته په سعودي عربستان او یا هم په ترکیې کې دفتر پرانیستل شي، خو اوس د افغان حکومت دریځ یو څه نرم ښکاري او وايي آن په دوحې کې هم له طالبانو سره خبرو ته تیار دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند جانان موسی زی:

''که ټاکل شوي وي چې په سیمه کې طالبانو ته دفتر پرانیستل شي، موږ غوره ګڼو چې په سعودي عربستان یا هم په ترکیې کې وي.

افغان حکومت تیار دی چې له طالبانو سره د سولې خبرې د دوحې د دفتر له لارې هم له سره پیل کړي، خو چې دغه دفتر له مخکې د ټاکل شویو شرطونو او محدودیتونو له مخې د سولې د عالی شورا او طالبانو ترمنځ د اړیکو ټینګولو په موخه فعالیت وکړي. موږ تیار یو چې له دې لارې هم د سولې خبرې ترسره شي''.

افغان حکومت په قطرکې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو سره په دې شرط موافقه کړې وه، چې د سولې د عالي شورا شرایط او عملي میکانیزم به په پام کې نیسي.

ژمنې

په دوحې کې د طالبانو دفتر تر پرانیستل کېدو یواcې څو اونۍ وروسته وتړل شو، چې طالبانو یې لامل له دوی سره د شویو ژمنو نه عملي کېدل بللي وو.

پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي حامد کرزي د وروستي سفر پر مهال د هغه هېواد چارواکو هم ژمنه وکړه چې له د سولې په خبرو کې به مرسته کوي. او ویلي یې وو د ملابرادر په ګډون به د طالبانو لوړپوړي چارواکي خوشې کوي چې د سولې له بهیر سره وکړي.

ورته مطالب