د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې وخت وغځول شو

Image caption تمه کېږي چې د رایه ورکونکو د نوم لیکنې بهیر تر پایه شاوخوا څلور میلیونه کسان د رایې ورکولو کارتونه واخلي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایه ورکونکو د نوم لیکنې بهیر د ۴۵ نورو ورځو لپاره وغځاوه.

دغه بهیر چې د تلې یا میزان له پنځمې نیټې پیلېږي په ترڅ کې به یې ګرځنده ډلې لېرې پرتو کلیو ته ځي او په شرطونو برابرو کسانو ته به کارتونه وېشي.

د ټاکنو کمیسیون وايي تر دې دمه شاوخوا یو میلیون او درې سوه زره کسانو د رایې ورکولو کارتونه اخیستي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شمېرو له مخې د دغو نژدې یو میلیون او درې سوه زره کسانو له ډلې چې د رایې ورکولو کارتونه یې ترلاسه کړي دي ۳۶۰ زره تنه یې مېرمنې دي چې د ټولو هغو کسانو چې کارتونه یې اخیستي ۲۷ سلنه جوړوي.

په ټاکنو کې د رایې ورکولو کارتونو وېش شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د غبرګولي په پنځمه پیل شو چې دوه پړاوه یې درلودل.

په لوموړي پړاو کې چې د زمري میاشتې تر پنځمې یې دوام درلود په ترڅ کې یې په ټول افغانستان کې د کارتونو د وېش ۴۱ مرکزونه پرانیستل شوي وو او په دویم پړاو کې یې بیا په هره ولسوالۍ کې یو یو مرکز پرانیستل شو.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور په وینا د دغه کمیسیون د نو ي تصمیم له مخې به په بېلا بېلو کلیو او بانډو کې ګرځنده ډلې هم د کارتونو د وېش چاره پر مخ بوځي:

"هغه مېرمنې چې لا تر اوسه یې د بېلا بېلو ستونزو له امله د رایې ورکولو کارتونه نه دي اخیستي، دا زمینه ورته برابره کړو چې د رایې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي. نو د ټاکنو خپلواک کمیسیون تصمیم ونیو چې د نوم ثبتولو ګرځنده ډلې جوړې کړي چې په شرطونو برابرو کسانو ته رایې ورکولو کارتونه ووېشي."

د رایو ورکولو نوي کارتونه هغو کسانو ته چې نوي اتلس کلنۍ ته رسېدلي وي یا هم له کډوالۍ بېرته هېواد ته راستانه شوي وي، او هغو کسانو ته چې د رایو ورکولو مخکني کارتونه یې ورک شوي وېشل کېږي.

تمه کېږي چې د رایه ورکونکو د نوم لیکنې بهیر تر پایه شاوخوا څلور میلیونه کسان د رایې ورکولو کارتونه واخلي.

ویل کېږي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ میلیونه کسان د رایې ورکول له شرطونو سره برابر دي.

وړاندې تر دې د ټاکنو د څار یو شمېر ټولنو د نومونو ثبتولو په تړاو د ګڼو درغلیو خبر ورکړی وو.

دغه راز د افغانستان په یو شمېر سیمو کې نا امني د ټاکنو په وړاندې یو بله ستره ستونزه بلل کېږي.

ورته مطالب