''له امریکا سره د تړون لاسلکېدو ته بیړه نه لرو''

کرزی
Image caption حامد کرزي وویل: ''د ټاکنو پرمهال به د امنیت راتلو او د پردیو مداخلې مخنیوي کې زما غږ تر ټولو اوچت وي''.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي کابل کې د ځوانانو او ملي مسایلو جوړې شوې غونډې ته پر راتلونکو ټاکنو، سولې او له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه خبرې وکړې.

ټاکنې

حامد کرزي وویل، ټول افغانان د رای اچولو حق لري، خو د رای اچولو د کارت اخیستل اختیاري دي، خو پر ځوانانو یې غږ وکړ، چې "حتماً د رای اچولو کارتونه واخلي".

نوموړي وویل، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې "ځینو بهرنیو کړیو د ټاکنو د پایلو بدنامولو هڅه وکړه، غوښتل یې خپلو هدفونو ته ورسېږي، دوی غوښتل ما مات کړي، او که مات نه شم، لږترلږه کمزوری ولسمشر خو به یم، زما لویه تمه دا ده چې ټاکنې وشي او ښې وشي، که دا کار وشي، د ځان لپاره یې کامیابي بولم، خو که سمې ونه شي، ځان ته یې ناکامي بولم".

ولسمشر کرزي وویل، کله چې د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان تثبیت شي، یوازې د ټاکنو پر ورځ به هغه چا ته رایه ورکوم، چې زما خوښ وي. نور به د ټاکنو مسایلو کې هېڅ مداخله نه کوم، خو د امنیت او د پردیو مداخلې مخنیوي کې به زما غږ تر ټولو اوچت وي، سور اور به یم".

سوله

د غونډې ګډونوالو ته حامد کرزي وویل: "د سولې هڅې مو له پخوا پیل کړې او دوام به ورکوو، سږ کال د افغانستان روانه جګړه کې د جنګېدونکو ځواکونو، طالبانو او ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده، پر ټولو وژل شویو خواشینی یم. د ملي اردو او پوځ پر قربانیو ویاړو، خو په تلفاتو یې خواشيني یو، د هغو طالب ځوانانو په تلفاتو هم خواشیني یو، چې میندې لري، د طالبانو مشرانو ته وایو، اسلام اباد کې له بهرنیانو سره لوکسو هوټلونو کې ناسته پاسته لرﺉ، او د هېواد نور بچیان افغانستان ته د مرګ لپاره رالېږﺉ، ته چې دا کار کوې، خوا مو پرې بدېږي، خوشحاله نه یو. له عامو طالابنو هېڅ ګیله نه لرم، ګیله د طالبانو له هغو مشرانو لرم، چې د دغو کسانو عقیده استعمالوي، د خپلې خاورې بچیان بربادۍ او وژنې ته مه رالېږﺉ".

امنیتي تړون

له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه حامد کرزي یوځل بیا پر خپلو شرطونو ټینګار وکړاو دغه تړون یې د افغانستان لپاره یوه مهمه او حیاتي مساله وبلله: "که چېرې دغه تړون د هېواد او راتلونکي په خیر و، زموږ په ګټه دی، موږ خپل خاص شرطونه لرو:

۱ - امنیت: افغانستان کې چې د بهرنیانو اډې وي، او امنیت نه وي، دا تړون موږ ته هېڅ ګټه نه لري، امریکا ته موږ په ډاګه ويلي، که اډې غواړﺉ، نو لومړی موږ ته امنیت راولئ. افغان ولس چې له امریکا سره امنیتي تړون ته رایه ورکوله، د امنیت لپاره به یې ورکوي.

۲ - امنیتي تړون کې افغانان د خپلې اردو او پوځيانو پیاوړتیا غواړي.

۳ - اقتصاد: افغان ځوانان بهر ته د کار کولو لپاره ولاړ نه شي او نورو ته لاس اوږد نه کړي،

۴ - د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وشي: دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده، د افغانستان خلکو دود رواج او دین ته درناوی وشي او زموږ هېواد کورنیو چارو کې هېڅ لاسوهنه ونه شي. دوی د دغه تړون ژر لاسلیکېدو ته لېواله دي، خو موږ یې ځنډول غواړو. باید لویه جرګه راوغوښتل شي او د خلکو استازي دا پرېکړه وکړي، چې امنیتي تړون له امریکا سره کوي او که نه، هېڅ حکومت پخپل سر له یوه هېواد سره دا ډول لویه معامله نه شي کولی".

ورته مطالب