قزاقستان له افغانستان سره درې تړونونه لاسلیکوي

Image caption قزاقستان اوس مهال له افغانستان سره په کال کې ٢٠٠ ميلیونه ډالره سوداګريزه راکړه ورکړه لري.

افغان حکومت له قزاقستان سره د دريو تړونونو لاسليکولو پرېکړه وکړه.

په پام کې ده چې د ستنډرډ، بېړنيو پېښو، او کولتوري راکړې ورکړې په برخو کې تړونونه د دواړو هېوادونو تر اومې غونډې لاسليک شي، چې را روان کال ته به کېږي.

په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي په يو شمېر برخو کې ښه شوي دي.

قزاقستان اوس مهال له افغانستان سره په کال کې ٢٠٠ ميلیونه ډالره سوداګريزه راکړه ورکړه لري.

له قزاقستان څخه ۶۰ کسيز پلاوى د هغه هېواد د بيړنيو حالاتو د وزير ولاديمير باشکو په مشرۍ کابل ته راغلی و.

دواړو غاړو د خپلې ګډې غونډې په پايله کې پرېکړه وکړه، چې تر راتلونکې ګډې ناستې به دواړه هېوادونه درې دوه اړخيز تړونونه لاس ليک کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستيال مزمل شينواري وويل د دې تړونونو له مخه به قزاقستان له دغه هېواد سره د سټنډرډ د معيارونو د جوړولو او کره کولو په برخه کې لاس کوي، کولتوري راکړه ورکړه به پراختيا مومي، او د بېړنيو پېښو پر وړاندې به يو له بل سره اړينې مرستې کوي.

له تېرې لسيزې راهيسې د افغانستان او قزاقستان اړيکي مخ پر وده بلل کېږي.

اوس مهال له هغه هېواده افغانستان ته وړه، غنم، اوسپنه،او نفتي توکي رالېږدول کېږي او له دې ډډې تازه او وچې ميوې وروانې دي.

د دغې سوداګرۍ کچه په کال کې ٢٠٠ ميلیونو ډالرو ته رسېږي.

قزاقستان هر کال افغان محصلانو ته ٢٠٠ ښوونيز بورسونه هم ورکوي.

افغان حکومت په وروستۍ غونډه کې غوښتنه وکړه چې دغه هېواد بايد د ډوکټورا په برخه کې هم افغان محصلان ومني.

ورته مطالب