مدني ټولنې افغان زندانونو کې اخلاقي فساد یادوي

Image caption پلټونکو له افغان چارواکو غوښتي د زندانونو د ستونزو د هواري په موخه سملاسي ګامونه پورته کړي.

په افغانستان کې يو مدني او حقوقي بنسټ د يوې پلټنې په پايله کې د دغه هېواد په زندانونو کې د اداري او اخلاقي فساد د شتوالي له کبله اندېښنه ښوولې ده.

دغه بنسټ بي بي سي ته ويلي چې يو شمېر کسان د محکمې له حکم پرته په زندانونو کې پراته دي.

پلټونکو له افغان چارواکو غوښتي د زندانونو د ستونزو د هواري په موخه سملاسي ګامونه پورته کړي.

خو د افغانستان کورنيو چارو وزارت د دغې پلټنې موندنې رد کړي او ويلي يې دي چې د زندانونو حالات د پخوا په پرتله ښه شوي دي.

د عدالت په نامه دغه مدني او عدلي بنسټ وايي چې پلټونکو ډلګيو يې په اتو ولايتونو کې چې جوزجان، بلخ، تخار، بدخشان، فارياب، او سرپل ولايتونه هم په کې دي، له نژدې ٢٠٠٠ زنداني ښځو او نارينه وو سره خبرې اترې کړې دي.

د ياد شوي بنسټ مشر شمس الدين شمس ويلي له زندانيانو څخه يې څه باندې ٢٠٠٠ ليکلې شکايت پاڼې هم تر لاسه کړې دي.

ښاغلي شمس ادعا کوي چې ګواکې په بندخونو کې يې د اخلاقي فساد څرکونه موندلې دي.

"په زندانيانو کې پر يو شمېر ښځو د څارنوالانو او قاضيانو له خوا جنسي تېري شوي دي. موږ يو داسې غوښتنليک هم لرو، يو سړى د خپل خسر د وژنې په تور نيول کېږي، وروسته يې له ښځې سره جوړجاړى کوي دوه څارنوالان ورسره واده کوي، وروسته پرېښودل کېږي اوبيا دوه قاضيان ورسره واده کوي، ښځه اوس د هغه دويم قاضي د ورور په کور کې ده چې طلاق يې ورکړى دى او تورن ١٤ کاله بند تېر کړ."

د پلټونکي بنسټ د ادعا له مخې داسې کسان هم شته چې محکمې يې پر اړه هېڅ راز پرېکړه نه ده کړې، خو دوى درې څلور کلونه په زندانونو کې تېر کړي دي.

دغه عدلي او مدني بنسټ وايي يوه داسې ښځه هم د خپل مېړه د وژنې په تور بندي ده، چې د عدلي طب د سپيناوي له مخه يې مېړه د ناروغۍ له کبله مړ شوى دى.

پلټونکى بنسټ وايي دوى خپلې موندنې له اړوندو حکومتي بنسټونو او د بشر د حقونو له خپلواک کميسون سره شريکې کړي او له افغان ولسمشره يې غوښتنه کړې چې د زندانونو د ناوړه حالاتو د سمون په اړه سملاسي ګامونه پورته کړي.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي دا موندنې ناسمې وبللې او و يې ويل چې ګواکې د وروستيو کلونو په ترڅ کې د زندانونو د حالت د سمون په موخه ډېر څه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

شاوخوا څلور مياشتې مخکې هم د ورته ستونزو تر رابرسېره کېدو وروسته ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د زندانونو د حالت د ارزونې په موخه يو پلاوى ګمارلى و چې يو شمېر ستونزې يې منلې وې.

سره له دې چې د يادې شوې ارزونې تر بشپړتيا وروسته ښاغلي کرزي اړوندو بنسټونو ته دنده وسپارله چې د زندانونو او بندخونو د ستونزو هواري ته لسټوني بډ وهي، خو د عدالت په نامه حقوقي او مدني بنسټ وايي چې دا پلټنه او ارزونه يې نوې نوې تر سره کړې او اوس مهال د افغانستان د زندانونو حالت د اندېښنې وړ دى.

ورته مطالب