فاریاب چارواکي طالبان د ماشومانو په وژنه تورنوي

Image caption د فاریاب یو شمېر خلک وايي وسله والو کسانو د خپل دوه ساعته برید په ترڅ کې لسګونه کورونه سوځولي دي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي طالبانو د باشیلمس پر کلي برید کړی او په ترڅ کې یې ګڼ کورونه هم سوځولي دي.

د سیمې یو شمېر خلک هم وايي وسله والو کسانو د خپل دوه ساعته برید په ترڅ کې لسګونه کورونه سوځولي دي.

د دوی په وینا په دغه برید کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او یو شمېر نور یې طالبانو له ځان سره وړي دي.

خو د طالبانو یو ویاند دا ردوي چې د دوی کسانو دې د خلکو کورونه سوځولي وي.

د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ یوه له ناامنو سیمو بلل کېږي، چې د سیمې د خلکو په وینا په وروستۍ پېښه کې وسله والو طالبانو د باشیلمس پر کلي د برید په ترڅ کې ګڼ کورونه سوځولي دي.

د دغې سیمې یو تن اوسېدونکی معاذالله چې له خپل کور کلي کډه کېدو ته اړ شوی خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:

"د سهار پنځه بجې وې چې طالبانو پر باشیلمس برید وکړ، جګړه تر مازدیګره روانه وه. سیمه ییز پولیس هم شاتګ ته اړ شول. په نښتو کې سیمه ییزو پولیسو او عام خلکو ته مرګ ژوبله واوښته. او خلک له سیمې وتلي او آن تر قیصار، چیچکتو، چار شنبې او هزار کلا پورې رسېدلي دي."

معاذ الله زیاته کړه شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ له سیمې نسبتأ امنو ځایونو ته کډه شوي دي.

سیمه ییز چارواکي هم د سیمې د خلکو بې ځایه کېدل مني خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه وايي.

د قیصار ولسوال عبدالجمیل صدیقي بي بي سي ته وویل طالبانو د استوګنې یو شمې کورونه سوځولي او څاروي یې له منځه وړي دي، د ښاغلي صدیقي په وینا دا لومړی ځل دی چې طالبانو په سیمه کې دا شان کار ترسره کوي:

"یو شمېر کورونه چې د سیمه ییز پولیسو نه وو او عام خلک په کې اوسېدل زیان ورته اوښتی. څارول له منځه تللي او د خلکو د کورونو توکي تالا شوي دي. او په دغه کلي کې خلکو ته ډېر زیان اوښتی دی. په مخکنیو نښتو کې ما هېڅ دا شان کار نه لیدلی او نه هم اورېدلی وو."

ښاغلی صدیقي وايي امنیتي ځواکونه وتوانېدل تر دوو ساعتونو وروسته سیمه بېرته له وسله والو ونیسي، چې په وینا یې په نښته کې یو ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د طالبانو یوه ویاند بي بي سي ته وویل چې دا کار طالبانو نه دی کړی او هغه یې د سیمه ییزو قومندانانو ترمنځ د شخصي دښمنیو او ستونزو پایله وبلله.

د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکي په تېر کې هم د طالبانو او سیمه ییزو پولیسو د سختو جګړو شاهدان وو.

افغان امنیتی چارواکو په دغه ولایت کې د طالبانو پر ضد څو ځله عملیات ترسره کړي دي خو داسې ښکاري چې لا هم د دې ولایت په ځینو سیمو کې طالبان فعال دي.

ورته مطالب