کندوز: د تاکنو خپلواک کمېسیون سیمه ییز مشر وژل شوی

Image caption امان الله امان په شمال زون کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د همغږۍ چارې هم پر مخ بیولې.

کندوز ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر مشر وژل شوی. ځايي چارواکي وايي، نن ګهیځ مهال نامعلومو وسله والو د کندوز ولایت د ټاکنیز دفتر رییس امان الله امان په ډزو وواژه.

امان الله امان، د افغانستان په شمال زون کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د همغږۍ چارې هم پر مخ بیولې.

وسله والو طالبانویوه پیغام کې ویلي، چې کندوز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر مشر امان الله امان دوي وژلی.

کندوز کې د امنیې قومندانۍ د امنیت امر عبدالله تلوار بي بي سي ته وویل، امان الله امان نن ګهیځ د کندوز ښار په دریمه ناحیه کې، خپل کور ته نژدې د نامعلومو کسانو له لوري، چې پر موټر سیکل سپار وو، په ډزو ووژل شو.

د نوموړي په وینا ښاغلی امان لومړی ټپي شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د کندوز عامي روغتیا یوې سرچېنې تایید کړه، چې د ښاغلي امان ټپونه ژور وو او دوی و نه توانېدل، چې هغه وژغوري.

ځايي پولیس وايي، دوی د پېښې په اړه څېړنه پیل کړې ده او د وژونکو د نیولو هڅه کوي.

کندوز کې د ټاکنیز دفتر مشر داسې مهال وژل کېږي، چې د کاندیدانو د نوم ثبتولو لړۍ درې ورځې مخکې پیل شوې ده.

د افغانستان د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو تر سره کېدو مهال ته له ۷ میاشتو لږ موده پاتې ده.

ورته مطالب