پر ټاکنو د خلکو د پوهاوي کمپاین غوړېدلی دی

Image caption د ټاکنو تر سره کېدو ته کابو اووه میاشتې پاتې دي، خو په اړه یې تبلیغاتي اعلانونو د رسنیو بازار تود کړی دی.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې د ټاکنو اړوند مسایلو په اړه د عامه پوهاوي پراخ کمپاین پیل شوی دی.

په راډیوګانو او تلوېزیونونو کې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون د ارزښت او د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د لارو چارو او اهمیت په اړه غږیز او انځوریز اعلانونه خپرېږي.

همداراز په ښارونو کې په همدې اړه تبلیغاتي لوحې لګول شوې دي.

د ټاکنو تر سره کېدو ته کابو اووه میاشتې پاتې دي، خو په اړه یې تبلیغاتي اعلانونو د رسنیو بازار تود کړی دی.

د ټاکنو کمیسیون وايي، د عامه پوهاوي دا پروګرام په ټول افغانستان کې پیل شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي کابو ۳۰ راډیوګانې او لس تلوېزیونونه د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي تبلیغاتي اعلانونه خپروي.

کابل کې زموږ همکار ګلستان شینواري وايي رسنیو ته د دغو اعلانونو د خپراوي په بدل کې پیسې ورکول کېږي.

همداراز د هېواد په ښارونو کې داسې انځوریزې تبلیغاتي لوحې لګول شوې دي، چې موخه یې د ټاکنو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکول دي.

خو ټول خلک له دغو تبلیغاتي اعلانونو یوشان ګټه نشي پورته کولای.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سواد د کچې د ټیټوالي له کبله د دغو اعلانونو اغېز یو ډول نه دی.

خو په هغو سیمو کې چې خلک د رسنیو خپرونو ته لاسرسی نه لري، هلته د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام څه ډول پر مخ وړل کېږي؟

د ټاکنو کمیسیون د عامه پوهاوي د څانګې مسول شفیع جلالي په خبره سیمینارونه، ګرځنده تیاټر، سیمو ته د ټاکنیزو مبلغینو تلل، له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په دې اړه خبرې اترې او په جوماتونو او نورو عامه ځایونو کې د خلکو راټولول او مالومات ورکول د پوهاوي له نورو ډولونو څخه دي، چې د عامه پوهاوي په پروګرام کې کارول کېږي.

ښاغلی جلالي وايي، دا ځل مېرمنې د تېر په پرتله په عامه پوهاوي کې فعاله ونډه اخلي.

د دغو اعلانونو او عامه پوهاوي د لګښتونو یوه برخه د ټاکنو کمیسیون د خپلې بودجې لخوا تموېلېږي او پاتې برخه یې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوال بنسټونه پوره کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د افغانستان په شپږو ولسوالیو کې د حکومت د واکمنۍ د نشتوالي له کبله د دوی کارکوونکي د عامه پوهاوي پروګرام پر مخ نشي وړای خو په ډېرو نورو سیمو کې دغه پروګرام د امنیتي ادارو په مرسته روان دی.

ورته مطالب