ولسمشر کرزي نواز شریف ته د ګیلو لیک استولی

Image caption د افغانستان له خوا بیا ویل شوي چې د کونړ پر ناړۍ باندې د پاکستان له لورې د توپونو ډزې شوې دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته په یوه لیک کې "ګیله" کړې چې د کونړ پر ځینو ولسوالیو د توپونو او توغندیو بریدونه به اړیکې د خرابېدا پر لور کږې کړي.

د ولسمشر کرزي ویاند د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د لیک په باب وویل "ښاغلي نواز شریف ته ولسمشر لیکلي چې پر دغو ناپارول شویو بریدونو اندېښمن دی. پر ځاني او مالي تاوان دردېدلی دی او غواړي چې دغه کار سملاسي ودرېږي."

کابل داسې ښوولې چې ګواکې دغه ډول بریدونه د "ځینو کړیو" له خوا ترسره کېږي چې د دوی په وینا د افغانستان او پاکستان ترمنځ مخ په ښه کېدو اړیکي سره خرابې کړي.

خو دوی د دغو کړیو نومونه نه اخلي.

ولسمشر په دغه لیک کې ویلي په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان له خوا له پاکستان سره اړيکي د اړیکو د ښه کولو لپاره بې سارې هڅې شوې دي.

خو یادونه شوې چې د توپونو او توغندیو بریدونه د اسلام اباد په وړاندې د افغانانو دریځ بدلوي او خلک پاروي.

د پاکستان لومړي وزیر ته په لیک کې ويل شوي چې دغه ډول چارې دې بیا نه تکرارېږي او دوستانه اړیکو ته دې دوام ورکړل شي.

په دې وروستیو کې اسلام اباد شکایت کړی و چې ګواکې د افغانستان له لوري په شویو ډزو د دوی پنځه وګړي په بلوچستان کې وژل شوي دي.

د افغانستان له خوا بیا ویل شوي چې د کونړ پر ناړۍ باندې د پاکستان له لورې د توپونو ډزې شوې دي.

افغان چارواکو په تېرو څو کلونو کې د پاکستان له ملکي چارواکو سره ښې اړېکي لرلي خو له پوځ او استخباراتو یې ګېلې لرلي دي.

ورته مطالب