طالبانو د کندوز چاردرې د استخباراتو مدیر وژلی

استخبارات
Image caption برید کوونکي په تېښته بریالي شوي.

د افغانستان شمالي ولایت کندوز د چاردرې ولسوالۍ د اسختباراتو مدیر د طالبانو په ډزو وژل شوی.

د کندوزو یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، د استخباراتو مدیر پر موټر سایکل سپور و، چې د وسله والو طالبانو په وسلو سمبالو کسانو ډزې پرې وکړې او ویې واژه.

سرچینه وايي، چې برید کوونکي تښتېدلي دي.

دغه برید د دوشنبې پر ګهيځ وختي شوی دی.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

په نژدې یوه اوونۍ کې دا په کندوز ولایت کې دویم چارواکی دی، چې وژل کېږي.

چاردره د کندوز له نسبتاً خطرناکو او ناامنه ولسوالیو ده.

کابل کې زموږ همکار جعفر هاند لیکي، کندوز ولایت د منځنۍ اسیا له تاجکستان سره ګډه پوله لري، چې هلته د تاجک اورپکو د راوښتو ډېرې وېرې هم شته.

د روان سپتمبر پر ۱۸ هم د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د یوې مېرمنې په ګډون دوه ولسي وګړي وژلي وو.

همداشان، په همدې نېټه د کندوز د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر مشر امان الله امان د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.

او د تېرې اګست پر ۳۰مه، د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د فاتحې پرمهال یوه ځانمرګي بریدد ولسوال شیخ صدرالدین په ګډون اته کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي وو.

په وژل شویو او ټپیانو کې ولسي وګړي او حکومتي کسان هم دي.

ورته مطالب