''د عبد رب الرسول سیاف د وژلو پلان شنډ شو''

عبد رب الرسول سیاف
Image caption عبد رب الرسول سیاف په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو پرضد پاروونکې ویناوې کړې، چې د نوموړي په وینا، څو ځلې ورته د تیلیفون په مټ د مرګ ګواښونه شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د ولسي جرګې غړي عبدرب الرسول سیاف د وژنې د هڅې په تور یې یو کس نیولی دی.

سرچینه وايي، چې نیول شوی کس د طالبانو د یوې ډلې مشر و، چې درې کاله بندي او دوې میاشتې مخکې خوشی شوی و.

کابل کې زموږ خبریال جعفر هاند وايي، ملي امنیت نیول شوی کس د نجیب الله په نوم یاد کړی، چې د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو مشهور په ذاکرالله دی.

د سیاف ژوندلیک

جغتو ولسوالي د میدان وردګو ولایت هغه سیمه بلل کیږي چې د افغان حکومت او ناټو ځواکونو ضد وسله وال طالبان او اسلامي حزب جنګیالي په کې فعال ښودل کیږي او له غزني ولایت سره ګډه پوله لري.

ملي امنیت ویلي نیول شوي تورن د سیاف د وژلو دنده لرله، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه کس یې کله او چېرته نیولی دی.

د ملي امنیت په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مخکني زندان تر خوشي کېدا وروسته په میدان وردګو ولایت کې بېرته اورپکۍ ته مخه کړې ده.

د افغانستان استخبارات وايي، چې تورن د پاکستان کوټه کې د طالبانو له شورا لارښوونې اخیستې او د ښاغلي سیاف د وژلو لپاره ګومارل شوی و.

د ویناپاڼې په حواله، له دغه کس سره دوه نور شکمن هم نیول شوي دي.

کمزوری دلیل

ښاغلی سیاف په دې وروستیو کې پر طالب وسله والو کلکې نیوکې کوي، په ځانګړي ډول پر هغوی چې ځانمرګي بریدونه کوي او یا ځانمرګي افغانستان ته رااستوي.

نوموړي دوه ورځې وړاندې (۲۰ـ۹ـ۲۰۱۳) د افغانستان د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني په دویم تلین مراسمو کې، هغه کسان و ننګول چې د برهان الدین ربانې د وژلو لپاره دې لږ تر لږه یو، مذهبي کمزوری دلیل هم وړاندې کړي.

ده تېر کال هم په یوې ورته غونډه کې د طالبانو هغو مشرانو ته چې د ده په ټکو نور خلک افغانستان ته د ځانمرګو بریدونو لپاره استوي، ویلي و که ځانمرګي بریدونه ښه او اسلامي کار دی، ولې یې تاسو او ستاستو اولادونه دغه کار نه کوي؟.

له شک پرته چې د ښاغلي سیاف دا ډول څرګندونو به وسله وال طالبان او د هغوی مشران قهرولي وي، پر عبد رب الرسول سیاف چې د ځینو ناتاید شوو راپورونو له مخې ښايي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند هم وي، وړاندې هم د کابل- پغمان پر لویه لار د سړک غاړې یو ماین چول شوی چې دی ترې روغ رمټ راووت خو، یو ساتونکی یې ووژل شو.

ورته مطالب