افغانستان کې د ۵۰۰۰ قربانیانو فاتحه اخیستل کېږي

Image caption پرېکړه شوې څرخي پله کې د قربانيانو د درناوي په موخه يو جومات او يو څلی جوړ شي

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د دغو ۵۰۰۰ قربانيانو د درناوي په موخه به چې د وخت د حکومت له لوري وژل شوي، د دوو ورځو لپاره د هېواد بیرغ نیم ځوړند وي.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي چې ولسمشر حامد کرزي دغه پرېکړه د هېواد له جهادي او سياسي شخصيتونو سره له ليدنې وروسته وکړه.

ويناپاڼه کاږي د دغه ۵۰۰۰ کسيز نوملړ له ارزونې وروسته پريکړه وشوه چې راتلونکې (دوشنبه د تلې اتمه) په ټول هېواد کې فاتحه واخيستل شي او ملي بيرغ به د دوو ورځو لپاره نيم ځوړند وي.

په ناسته کې دغه راز پرېکړه وشوه چې دغو قربانيانو ته د درناوي او ياد په موخه د کابل د څرخي پله په سيمه کې يو جومات او يو څلی جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې يوې ورځپاڼې د پنځوسمې لسيزې په وروستيو کې د وژل شويو ۵۰۰۰ کسانو د مشخصاتو نوملړ خپور کړی.

هشت صبح ورځپاڼې دغه اسناد د هالنډ پوليسو د هغو تحقيقاتو پر بنسټ خپاره کړي چې، د 'امان الله. ع' په نوم د يوه کس په اړه چې په بشري جنايت تورن دی، کړي دي.

په دغه نوملړ کې د هر قرباني نوم، د پلار نوم، د اوسېدو ځای، سياسي او مذهبي تړون او هغه تور چې له امله يې قرباني وژل شوی، ذکر شوي.

'اخواني، اشرار، افغان ملت، ملاک، د حکومت ضد شپې پاڼو خپرول او تبلغات' هغه تورونه دي چې قربانيانو ته يې نسبت شوی دی.

د دغه نوملړ له خپرېدو وړاندې څو ځايه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ډله ييز قبرونه موندل شوي، خو په مشخص ډول نه دي ويل شوي چې دا کار چا کړی دی او نه هم يې هم څوک په اړه محاکمه شوي دي.

ورته مطالب