کندهار کې وسله والو ۱۱ سرحدي ځواکونه وژلي

Image caption دغه پېښه د ښوراوک د وچ کنډېر په سيمه کې رامنځته شوې ده

د افغانستان له سويلي ولايت کندهار نه راپورونه وايي چې د دغه ولايت په ښوراوک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ۱۱ افغان پوله ساتونکي وژلي دي.

په سويل کې د دريم سرحدي زون قومندان جنرال تفسير خان خوګياڼی وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو د سرحدي پوليسو پر يوه امنيتي پوسته د هاوان ډزې وکړې.

دغه پېښه پرون ناوخته د ښوراوک د وچ کنډېر په سيمه کې رامنځته شوې ده.

وسله والو طالبانو ويلي، پر افغان سرحدي ځواکونو دوی بريد کړی دی.

طالبانو ادعا کړې چې په بريد کې يې ۱۵ حکومتي عسکر وژلي، خو ځايي ولايتي چارواکي يوازې د ۱۱ کسانو وژنه تاييدوي.

په وروستيو کې د افغانستان په سويل کې د وسله والو غلچکي بريدونه ډېر شوي، چې دا يې د خپل ډول وروستی هغه دی.

که څه هم وسله وال طالبان اوس کله ناکله د افغانستان په سويل او يو شمېر نورو سيمو کې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه کوي، خو ډېره تکيه يې په غلچکي بريدونو، ماينونو او ځانمرګو بريدونو ده.

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي د دوی سرتېرو ته لويه مرګ ژوبله د سړک د غاړې بمونو له امله وراوړي.

افغان ځواکونه هم د سړک د غاړې له بمونو په تنګ راغلي او ډېر کله دغه بمونه ملکي وګړي هم په نښه کوي.

په وروستيو کې بهرنيو ځواکونو اعلان وکړ چې د سړک غاړې بمونو شنډولو لپاره يې لسګونه افغان ډلو ته روزنه ورکړې ده.

ورته مطالب