هرات کې بندیانو د نه خوړلو اعتصاب کړی

Image caption ویل شوي بندیانو له دې امله د نه خوړولو اعتصاب کړی چې په وینا یې د ولسمشر له هغو فرمانونو بې برخې کېږي چې په بېلا بېلو مناسبتونو کې د بندیانو د بخښنې او یا د دوی د جزا کمولو په اړه صادرېږي.

شاوخوا ۳۰۰ بندیانو د هرات په زندان کې د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی.

د هرات د څارانوالۍ چارواکي وایي په دوی کې دواړه سیاسي او جنایي بندیان شامل دي.

ویل شوي بندیانو له دې امله د نه خوړلو اعتصاب کړی چې په وینا یې د ولسمشر له هغو فرمانونو بې برخې کېږي چې په بېلابېلو مناسبتونو کې د بندیانو د بښنې او یا د دوی د جزا کمولو په اړه صادرېږي.

ډېری بندیان شکایت کوي چې برخلیک یې مالوم نه دی او دوسیې یې په وخت نه دي څېړل شوي.

سیمه ییز چارواکي وایي د سترې محکمې یوه پلاوی نن (د سپتمبر ۲۳مه) د دغو بندیانو له استازو سره خبرې وکړې او ژمنه یې کړې چې د دوی غوښتنې به وارزول شي.

تېره اونۍ ۱۲۰ سیاسي بندیانو د فراه په محبس کې هم په ورته اعتصاب لاس پورې کړی و او ورته غوښتنې یې درلودې.

د بندیانو دوسیې

په وخت د دوسیو نه څیړل کیدل، هغه ستونزه ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر زندانیانو د اعتصاب سبب شوې ده.

ولسمشر حامد کرزی معمولاً په بېلابېلو مناسبتونو لکه اخترونو، د روژې مبارکې میاشتې او ځینو ملي ورځو کې د یو شمېر بندیانو د خوشي کولو فرمانونه صادروي.

چارواکي وایي د دې ډول فرمانونو پر بنسټ هغه بندیان خوشي کېږي او یا یې د جزا کچه کمېږي چې د درنو جرایمو په ترسره کېدو نه وي محکوم شوي خو کله کله آن د هغو بندیانو شکایت هم اورېدل کېږی چې وایي د دې ډول فرمانونو د ګټه اخستنې شرایط هم لري خو دوسې یې پر وخت نه څیړل کېږي.

د زندانونو وضعیت

د زندانونو وضعیت او په زندان کې د ننه له بندیانو سره د چلند څرنګوالی هم د افغانستان په ټولو سیمو کې یو شان نه وي.

په ځینو ولایتونو کې د زندان لپاره د معیاري ځای او کافي خونو نشتوالی لویه ستونزه ګڼل کېږي، خو په ځینو سیمو کې بیا په دې اړه شکایتونه ډېر نه وي.

ورته مطالب