مخابراتو وزارت: د افغانستان ٪۸۰ ښځې ټليفون لري

Image caption د نړۍ شاوخوا شپږ اعشاريه اته ميليونه وګړي ټليفون لري

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي د افغانستان نژدې ۹۰ سلنه سيمه اوس تر مخابراتي پوښښ لاندې ده او کابو ۸۰ سلنه وګړي ټليفون ته لاسرسی لري.

د مخابراتو وزارت له لوري ورکړل شوې شمېرې ښيي چې اوسمهال د افغانستان کابو ۲۰ ميليونه وګړي ټليفون لري.

د مخابراتو وزير اميرزی سنګين وايي د امريکا د پرمختيايي ادارې د سروې له مخې د افغانستان کابو ۸۰ سلنه ښځې ټليفون ته لاسرسی لري چې ۴۸ سلنه يې پخپله ټليفون لري او ۳۲ سلنه يې په کور کې په شريک ډول ټليفون کاروي.

د افغانستان ټول نفوس شاوخوا ۲۷ ميليونه کسه اټکل شوی دی.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي اوس په درسته نړۍ کې شاوخوا شپږ اعشاريه اته ميليارده وګړي ټليفون لري.

د رسمي شمېرو له مخې په نړۍ کې دا وخت اووه اعشاريه يو ميليارد وګړي ژوند کوي.

دغه څرګندونې د افغانستان د مخابراتو وزير اميرزي سنګين په هغه درې ورځني کنفرانس کې وکړې چې په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پرمختګ په موخه جوړ شوی.

لس کلن مزل

ښاغلي سنګين وويل د دغه کنفرانس له لارې غواړي په افغانستان کې معلوماتي ټکنالوژۍ ته وده ورکړي، له ګاونډيو هېوادونو سره خپلې تجربې شريکې کړي ، سيمه ييزه همکاري زياته کړي او پانګونه جلب کړي.

ده زياته کړه په دې ډول غواړي نړۍ ته وښيي چې افغانستان له جنګ جګړو پرته په مخابراتي او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې هم پرمختګ کړی دی.

د مخابراتو وزير وويل هغه مزل چې ګاونډيو هېوادونو په څو لسيزو کې وهلی افغانستان په تېره يوه لسيزه کې رالنډ کړی او هغه اسانتياوې يې خپلو خلکو ته وړاندې کړي چې نور هېوادونه يې لري.

که څه هم ده وويل چې د انټرنټي خدماتو بيې لوړې دي، خو ويې ويل چې له لس کاله وړاندې په بېسارې ډول رالوېدلي دي.

ښاغلي سنګين وويل کابو لس کاله وړاندې چې د انټرنټ بيه په يوه مياشت کې ۴۰۰۰ ډالره وه اوس هغه څه کم ۱۰۰ ډالرو ته رالوېدلې ده.

خو ده وويل لا هم دغه بيې پورته دي او له ګاونډيو هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دي.

د ټکنالوژۍ اغېزې

د افغانستان د مخابراتو وزير وويل چې نړۍ اوس په يوه معلوماتي ټولنه اووښتې او د نړۍ په هر ګوټ کې شوې پېښه په څو دقيقو کې د نړۍ بل ګوټ ته رسېږي.

ده وويل په دې برخه کې د فيسبوک او ټويټر په څېر ټولنيزو رسنيو رول خورا مهم دی، چې دا ټول امکانات انټرنټ چمتو کړي دي.

ده وويل يوازې فیسبوک اوس په نړۍ کې شاوخوا يو ميليارد کاروونکي لري او د بېلابیلو سياسي، امنيتي، کلتوري او تفريحي موضوعاتو په اړه خپل نظرونه يو له بل سره شريکوي.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو پر بنسټ دا مهال په نړۍ کې شاوخوا دوه اعشاريه اووه ميليارده وګړي انټرنټ کاروي چې د نړۍ د نفوسو ۴۰ سلنه کېږي او دغه سلنه به په ۲۰۲۰ کې ۸۰ ته لوړه شي.

ورته مطالب