کابل: د نړۍ عالمانو د جګړې پر ختمولو ټينګار وکړ

افغان عالمان
Image caption د افغانستان د سولې عالي شورا د دغه کنفرانس کوربه توب کاوه

افغانستان کې د نړۍ د یو شمېر اسلامي سازمانونو اړوند، له ۲۰۰ ډېر دیني عالمان یو ځای شوي وو او د جګړې پر ختمولو یې ټنیګار وکړ.

د افغانستان د سولې عالي شورا، چې د دغې غونډې کوربه توب یې کاوه، له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې دافغان دولت له مخالفانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي. کابل کې زموږ همکار نورمحمد سعید په دې اړه نور حال راکوی.

د هېواد له دننه او بهر څخه د دیني عالمانو په دغه غونډه کې، د حکومت له مخالفینو سره د مخامخ خبرو زمینه برابرول، د افغانستان د سولې عالی شورا غوښتنه وه.

د سولې عالي شورا د یو شمېر دیني عالمانو او مذهبي سازمانونو د استازو کوربه توب کاوه، چې له سعودي عربستان، مصر، ترکیې، ایران، پاکستان، اندونېزیا، سوډان، کویت، تاجکستان، قزاقستان او امریکا څخه کابل ته راغلي وو.

د دسولې عالي شورا رییس صلاح الدین رباني په وینا، د اوسنۍ جګړې لپاره نوره توجیه ګرانه ده او افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د اسلامي نړۍ همکارۍ ته اړتیا لري.

دغې غوښتنې ته مثبت غبرګون وښودل شو. د اسلامي همکارۍ سازمان استازی د دې یوې ورځنۍ غونډې له ګډونوالو څخه یو وو، چې افغانستان کې یې د سولې بهیر کې د همکارۍ لپاره چمتووالی وښود. کابل کې د دغه سازمان استازی آیدین نورحان.

"له ملګرو ملتونو وروسته د تر ټول لوی ارګان په توګه، او ای سي او اړوند ادارې یې چمتو دي، چې د خپلو مسلمانو افغانو وروڼو او خوېندو د ستونزو او غمېزې له منځه وړلو لپاره هلې ځلې وکړی."

د غونډې ګډونوالو ومنله، چې په تېر کې د اسلامي نړۍ د علماوو هڅې کافي نه وې، چې افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت کې مرسته وکړي.

د غونډې یوه ګډونوال او د امریکا د اسلامي شورا رییس عبدالمتین صدیقي په وینا، دغه ډول غونډې یوازې د دې د پرېکړو تعقیب له کبله بریالۍ کېدای شي.

د نوموړي په وینا له خبرو نه د ښکېلو لوریو ډډه کول اندېښمنونکي دي.

"موږ د افغانستان راتلونکي ته اندېښمن یو. جګړې کې هېڅ یو ښکېل لوری خبرو ته راضي نه دی، دا ناوړه حالت دی، د نړیوالو مسوولیت دادی، چې ښکېل لوري د خبرو میز ته کښېنوي."

دا په کابل کې د دیني عالمانو د خپل ډول تر ټولو لویه غونډه وه.

دغه غونډه داسې مهال تر سره شوه، چې قطر کې د سولې خبرې په ټپه ودرېدې، د طالبانو دفتر وتړل شو او په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره هڅه او هاند زیات شول.

ملا عبدالغني برادر، پاکستان کې له زندانه خوشی شو او داسې ویل کېږي، چې نوموړی د سولې په خبرو کې مهم رول لري.

ورته مطالب