"د اعتصاب کوونکو زندانیانو په اړه اندښمن یو"

Image caption ښاغلی وحيدي وايي یو پلاوي یې ټاکلی چې له بندیانو سره وګوري څو له اعتصابه لاس واخلي

د هرات ولایتي شورا د هرات په زندان کې د یو شمېر هغو بندیانو د روغتیایي حالت په اړه اندیښنه ښوولې چې له څلورو ورځو راهیسې یې د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی دی.

د هرات ولایتي شورا وایي د هغو بندیانو شمېر چې اعتصاب یې کړی تر ۱۹۰۰ کسانو هم اوښتی دی.

د هرات په محبس کې تر دې مخکې هم یو شمېر بندیانو په اعتصاب لاس پورې کړی و خو د هرات ولایتي شورا وایي اوسنی اعتصاب تر تېرو هغو جدي او د اندیښنې وړ دی.

د هرات د ولایتي شورا مشر سید وحید قتالی نن (د سپتمبر ۲۵مه) یوې خبرې ناستې ته وویل د بندیانو د روغتیايي حالت په اړه اندیښمن دی او په وینا یې د دې پر ځاي چې د بندیانو د غوښتنو د حقوقي او قانوني غوښتنو په اړه قضاوت وشي دوی د هغوی د روغتیايي حالت په اړه اندیښمن دي.

نوموړي وویل له بدغه مرغه تراوسه پورې په دې هکله جدي اقدام نه دی شوی.

د بندیانو غوښتنې

د هرات ولایتي شورا وايي دغه زندانیان له هیڅ چا سره خبرو ته نه چمتو کېږي.

ولایتي شورا زیاتوي چې د بندیانو له خوا له ۱۶ مادو نه جوړ شوی غوښتنلیک وررسیدلی چې په کې ویل شوي دوی یوازې له داسې جګ پوړي پلاوي سره خبرو ته چمتو دي چې د افغانستان د ولسمشر له خوا ټاکل شوی وي.

بندیان وایي دوی ته درنې جزاګانې ټاکل شوې دي.

د دوی بل اعتراض دا دی چې وايي ولې له هغو فرمانونو بې برخې پاتې کېږي چې د بېلا بېلو مناسبتونو پرمهال د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د بندیانو د بښنی یا جزا د کمولو په موخه صادرېږی.

بله خوا د هرات والي سید فضل الله وحيدي هم نن (سپتمبر ۲۵مه) یو ځل بیا له دغو بندیانو وغوښتل چې له اعتصابه لاس واخلي.

Image caption دم ګړۍ د هرات په محبس کې شاوخوا ۳۲۰۰ تنه بندیان ساتل کېږی خو دا زندان د دومره شمېر بندیانو لپاره نه دی جوړ شوی.

نوموړي وویل چې له سترې محکمې سره یې خبرې کړي او یو پلاوي ټاکل شوی چې له بندیانو سره وګوري څو له اعتصابه لاس واخلي.

د هرات د عدلي او قضایي څانګو چارواکي وایي دوی پر وخت د بندیانو دوسیې څیړلي دي خو دا مني چې کله کله هغه دوسیې چې له بېلا بېلو ولایتونو د وروستی پرېکړی په خاطر پلازمېنې کابل ته لېږدول کېږي د دوسیو د شمېر د زیاتوالي له کبله په وخت نه څیړل کېږي.

د هرات محبس

دمګړۍ د هرات په محبس کې شاوخوا ۳۲۰۰ تنه بندیان ساتل کېږی.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات محبس په معیاري ډول د دومره ډېرو بندیانو لپاره نه دی جوړ شوی.

د هرات ولایتي شورا وایي داسې اطلاعات ورسېدلي چې ښايي یو شمېر بندیان چې په نسبتاً کوچنیو خونو کې ساتل کېږی په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

ورته مطالب