سولې ته د مدني ټولنو او سولې شورا ګډې هڅې

Image caption د مدني ټولنو دنده دا ده چې د خلکو او سولې عالي شورا ترمنځ واټن رالنډ کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا او یو شمېر مدني ټولنو، د ګډو همکاریو پر یوه سند هوکړه وکړه.

د پرېکړه لیک له مخې، چې کابل کې د یوې ګډې غونډې په پای کې خپور شو، د هغو پنځو ټکو یادوونه شوې، چې په کې به د ګډې همکارۍ په اړه سلا مشورې او عملي ګامونه کېږي.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې کاږي، دغه پنځه ټکي، پرله پسې سلا مشورې، د خلکو او شورا ترمنځ د اړیکو په لړ کې د مدني ټولنې رول، تخنیکي او مسلکي زده کړې، د سولې د فرهنګ وده او د علمي، څېړنیزو تحلیلونو اروزنه شامل دي.

د سولې د عالي شورا د غړي عبدالحکیم په خبره مدني ټولنه به د خلکو او سولې عالي شورا ترمنځ د اړیکو ټینګولو او شته واټن له منځه وړلو لپاره، د پل په توګه کار کوي.

بل لور ته د مدني ټولنو یوه استازي سید رحیم ستار په وینا دوی د سولې د اوسني بهیر په اړه اندېښمن دي او په وینا یې د سولې په عالي شورا کې د دې لپاره د ونډې غوښتنه کوي، چې دغه بهیر کې شته نیمګړتیاووې له منځه یوسي.

د نوموړي په وینا د سولې او ثبات لپاره د سیاسي ارادې شتون اړین دی.

که څه هم په سند کې د دواړو لوریو له خوا د ترسره کېدونکو عملي اقداماتو د څرنګوالي په اړه څه نه دي، ویل شوي، خو یادوونه شوې چې د مدني ټولنو غړي به د سولې د فرهنګ په دودولو کې له خپل رول نه کار اخلي.

دغه راز په سند کې دا هم نه دي ویل شوي، چې کوم ډول عملي اقدامات به په څه ډول شرایطو کې ترسره کېږي.

په غونډه کې د مدني ټولنو د ګډون کوونکو استازو په وینا دوی په ټول افغانستان کې د مدني ټولنو د سلګونو ټولنو او مرکزونو استازیتوب کوي او د سولې له عالي شورا سره یې د هوکړې مقصد دادی، چې د سولې په روان بهیر کې همغږي او شفافیت رامنځ ته شي.

خو دوی هم د دې لپاره د کومې څرګندې تګلارې یادوونه و نه کړه.

د افغانستان د مدني ټولني د یوه استازي سید رحیم ستار په وینا دوی د سولې د اوسنې بهیر په اړه اندېښنې لری.

د هغه په خبره دوی غواړي، چې باید د سولې عالي شورا په جوړښت کې د مدني ټولنو استازو ته برخه ورکړله شي، چې دوی هم د سولې په روان بهیر کې عملي ونډه ولري.

ورته مطالب