"د ملي آرشیف سندونه د له مینځه تللو له خطر سره مخ دي"

Image caption د ملي آرشیف چارواکي وايي د دغه بالقوه گواښ مخه هله نيول کېداى شي چې ملي آرشيف ته په کال کې لږ تر لږه ٤٠ ميلیونه افغانۍ بوديجه ځانگړې شي.

د افغانستان د ملي آرشيف لسگونه زره سندونه او قلمي نسخې چې د سيمې او نړۍ په کچه بي ساري او کمساري بلل کېږي د له مینځه تللو له گواښ سره مخامخ دي.

دا ارزښتناکه پانگه د جگړو په لسيزو کې له لوټ او تالانه ژغورل شوې او د اور لمن نه ده ورغځېدلې.

د آرشيف چارواکي د دغې پانگې د ژغورلو لپاره د ځانگړې اړينې کلنۍ بوديجې غوښتنه کوي.

په ملي آرشيف کې اوس مهال ۱۸۰۰۰۰ سندونه او ٩٠٠٠ قلمي نسخې خوندي دي.

دا هرڅه له لسگونو، سلگونو او آن زرگونو کلونو پورې سابقه لري چې د همدغې سابقې او ميناتوريو له امله ستايل کېږي.

د ياد شوي بنسټ په يوه اړونده خونه کې د انځورونو او تابلوگانو هغه ټولگه هم ایښې چې د حضرت يوسف عليه السلام او زليخا ښکلې قراني کيسه په کې ټوله خوندي ده.

د افغانستان د ملي ارشيف چارواکي وايي د کابل د ککړ چاپیریال او د هوا د پاکولو د ماشينونو د نا کاره کېدو له کبله دغه سندونه او قلمي نسخې د مینځه تللو له گواښ سره مخامخې دي.

بودیجه

د بنسټ مشر سخي منير وويل د دغه بالقوه گواښ مخه هله نيول کېداى شي چې ملي آرشيف ته په کال کې لږ تر لږه ٤٠ ميلیونه افغانۍ بوديجه ځانگړې شي.

د چارواکو په وینا اوس مهال د ملي آرشیف بودیجه په کال کې يو ميلیون افغانۍ ده.

ښاغلی منير وايي دوى په شته امکاناتو سره بيا هم يو شمېر سندونه او قلمي نسخې ژغورلي دي.

دغه راز د شته وو سندونو او قلمي نسخو نوى فهرست هم جوړ شوى دى.

خو چارواکي وايي که بوديجه ولري له يوې خوا به شته اثار ډيجيټل کړي او له بله پلوه به نوي اثار وپيري او دغسې به د دغې کمسارې او بې سارې پانگې ژوند اوږد کړي.

د ملي آرشيف ودانۍ خپله هم يوه لرغونې نښه ده چې نژدې يوه پيړۍ مخکې د امير عبدالرحمن خان له خوا د نوموړي د زوى شهزاده حبيب الله خان لپاره جوړه شوې وه.

خو په ١٣٥٢ لمريز کال کې د سرادر محمد داود د واکمنۍ پر مهال رسمآ د ملي آرشيف نوم ورکړل شو او له هغه وخته په کې د افغانستان لرغونې نښې نښانې ساتل کېږي.

د ځینو په وینا دا چې ملي آرشیف ته اړين پام نه کېږي یو شمېر څيړونکي يې د افغانستان هيره شوې زيرمه او شتمني بولي.

ورته مطالب