افغان ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندۍ ننګونې

Image caption د ټاکنو کمسيون بايد د سل زره کسانو د کارتونو شمېرې، انځورونه او د ګوتو نښې وارزوي

د افغانستان ټاکنو نوي قانون کې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان بايد د خپلو سل زره ملاتړو نوملړ برابر او د ټاکنو کمسيون ته يې وسپاري.

د ټاکنو کمسيون بايد د سل زره کسانو د کارتونو شمېرې، انځورونه او د ګوتو نښې وارزوي او له دوی سره د ثبت شويو اسنادو سره يې پرتله کړي.

خو پوښتنه داده څومره شونې ده، چې دا نوملړ دې کره وي، او د ټاکنو کمسيون کولی شي هغه په سمه توګه وارزوي؟

دا ارزونه د رڼو ټاکنو ترسره کولو پر لار يوه ننګونه بلل کېږي، د ټاکنو کمسيون چارواکي وايي ډاډه دي چې دا چاره به سمه ترسره کړي، خو د ټاکنو يو څارونکی بنسټ بيا وايي په دې برخه کې د کمسيون اجراات راڼه نه دي.

د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي د ولسمشرۍ نوماندانو د سل زره ملاتړو نوملړ ارزونه د ټاکنو په لومړي ګام کې يوه ننګونه او د ټاکنو د کمسيون اجراءات په دې برخه کې راڼه نه دي.

په کابل کې زموږ خبريال سميع الله موسی زي همدې موضوع ته کتنه کړې او وايي د ۲۰۰۹ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره شرطونه اسانه وو، هر نوماند بايد د لس زره ملاتړو نوملړ برابرولی، خو په راتلونکو ټاکنو کې دا شمېر لس برابره لوړ شوی او احتمالي نوماند اړ دی چې د خپلو سل زره ملاتړو لست د ټاکنو کمسيون ته وړاندې کړي.

څه بايد وشي؟

د ټاکنو کمسيون د قانون حکم له مخې اړ دی دا نوملړ چې په کې د رايه ورکوونکي انځور، د کارت شمېره او د ګوتې نښه ده وارزوي او کره والی يې ثابت کړي.

که څه هم د ولسمشرۍ ټاکنو د نومليکنې له پيله دوه اونۍ تېرې خو يوازې يوه تن د احتمالي کانديد په توګه نومليکنه کړې ده.

که څه هم ويل کېږي د دې ځنډ يو لامل سياسي جوړ جاړي ته د ځينو نوماندانو نه رسېدل خو عمده لامل يې د سل زره ملاتړو لست برابرول دي.

بسم الله شېر د راتلونکو ولسمشر ټاکنو لپاره د لومړي احتمالي په توګه نومليکنه کړې ده.

نوموړی وايي د رايې کارتونه له پنځو تر لسو ډالرو پلورل کېږي او د ده په وينا بازار يې ګرم دی.

نوموړی وايي د خپلو ملاتړو کارتونه يې په درې اونيو کې چمتو کړي دي.

ښاغلي شېر د ۲۰۰۹ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې شاخوا پنځه زره رايې تر لاسه کړې وې.

د ټاکنو خپلواک کمسيون وياند نور محمد نور وايي په نوي قانون کې ټاکل شوي سخت شرطونه به دهغو کسانو مخه ډب کړي چې غواړي له دې لارې شهرت تر لاسه او بل کوم هېواد د تګ لپاره ترې کار واخلي.

ښاغلی نور وايي د دې سل زره کارتونو د ارزونې لپاره يو لړ پروګرامونه په پام کې لري چې پر مټ به يې د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره د نوماندانو ملاتړو نوملړ وارزول شي.

خو د ټاکنو کمسيون چارواکي وايي دا پروګرامونه تر اوسه نه دي بشپړ شوي.

دا کار کېدی شي؟

د افغانستان د ازادو اوعادلانه ټاکنو بنسټ فيفا چې د ټاکنو بهير څارنه کوي، بيا د سل زره ملاتړو د نوملړ ارزونې مسئلې ته په غبرګون کې دا د اصلي نوماندانو د په ډاګه کولو کې تر ټولو ستره ننګونه وبلله.

د دې بنسټ مشر جانداد سپين غر بي بي سي ته وويل د ټاکنو کمسيون تر اوسه د دې ټولو کارتونو د کره والي لپاره اړين وسايل نه لري.

نوموړي زياته کړه : "دا چې ډېر کارتونه وېشل شوي، ماشومانو ته کارتونه وېشل شوي، په غياب کې وېشل شوي، او دا چې ټول کارتونه د ټاکنو په کمسيون کې ثبت شوي نه دي نو دا به د کمسيون لپاره ستونزمنه وي چې د کانديدانو له خوا وړاندې شوی لست کره کړل شي."

Image caption د ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې خلکو تل د نوماندانو د شمېر زياتوالي له امله شکایت کاوه

د ښاغلي سپين غر په وينا که څه هم څو ځله يې د ټاکنو له خپلواک کمسيون د نوماندانو د سل زره ملاتړو د کارتونو کره والي د ارزونې په اړه معلومات غوښتي خو دا غوښتنه يې نه ده منل شوې.

دا چې د نوماندانو په اړه وروستۍ پرېکړه د ټاکنيزو شکايتونو کمسيون کوي، د همدې کمسيون غړي نادر محسني د ملاتړو د کارتونو ارزونو په اړه شته اندېښنو په اړه وويل که د شکايتونو کمسيون ته د ملاتړو په نوملړ کې د درغلۍ په اړه شکايت وشي، دوی يې به يې په جدي توګه وڅېړي.

ده وويل "تر هغه چې شکايت نه وي شوی مدعي او مدعي عليه نه وي په ګوته شوي، په دې برخه کې موږ څه نه شو کولی، ځکه چې کله شکايت نه وي نو داسې ښکاري چې کومه ستونزه نه شته، قانون همداسې حکم کوي چې شکايت وشي نو موږ بيا اقدام کوو."

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې کال د وري پر شپاړلسمه نېټه کېږي.

د ۲۰۰۹ کال ټولټاکنو کې ۴۱ کسانو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځانونه نومولي وو خو خلکو تل د نوماندانو د شمېر د زياتوالي له امله نيوکه کوله.

ورته مطالب