د افغان رسنيو قانون کې بدلون راغلی

Image caption د رسنيزو سرغړونو د څېړلو کميسون جوړښت هم تعديل شوی

د افغانستان ولسي جرگې د ټولنيزو رسنيو د قانون تر تصويب او توشيح شاوخوا څلور کلونه وروسته يو ځل بيا پر دغه قانون بحث وکړ، چې په ترڅ کې يې په ياد شوي قانون کې يو شمېر بدلونونه راغلل.

په کابل کې د بي بي سي خبريال مصطفى سالک وايي تر ټولو لوى بدلون دا دی چې د قانون ٤٤ ماده کې د تعديل له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزير به د رسنيزو سرغړونو د څار کميسون مشر وي، او غړي به يې د مياشتيني معاش پر ځاى يوازې د ناستو د ورځو پيسې تر لاسه کوي.

افغان ولسي جرگې د ټولنيزو رسنيو قانون کې د يو شمېر بدلونونو په پايله کې د اطلاعاتو او کلتور وزير ته حق ورکړی چې د رسنيزو سرغړونو د څار جرگگۍ مشر شي.

د بشر حقونو، د خبريالانو ټولنې د استازو په گډون د پنځو بنسټونو استازي بايد د ياد شوي کميسون غړيتوب ولري.

خو د نوي تصويب له مخه به دغه غړي مياشتينى معاش نه لري او يوازې د غونډو د ورځو معاش به ورکول کېږي.

پخوا د دغې مادې له مخې د ملي راډيو تلويزون د چارو د ښه سمون لپاره د دغه بنسټ کميسون د ٧ غړو په گډون جوړېده چې موده يې د دری کلونه وه.

د رسنيزو سرغړونو د څېړلو کميسون جوړښت هم تعديل شوی دی.

د نوې بڼې له مخه د بشر د حقونو د خپلواک کميسون يو واکمن استازى، جنسيتي انډول ته په پام سره د خبريالانو د ټولنې دوه تنه ټاکل شوي استازي، همدا راز جنسيتي انډول ته په پام سره د مدني ټولنې دوه تنه ټاکل شوي واکمن استازي، يو حقوق پوه او د سينما گرانو د ټولنې يو تن ټاکل شوى استازى به ددغه جوړښت برخه وي.

د ټولنيزو رسنيو قانون په ١٣٨٨ لمزيز کال کې د ولسي جرگې دوه پر درې برخو غړو تصويب کړ او د قانون بڼه يې غوره کړه.

ورته مطالب