د نجیب الله ''ملي مصالحه'' که ناکامه طرحه

نجیب الله
Image caption طالبانو اوولس کاله مخکې نجیب الله د کابل اریانا څلور لاره کې په دار وځړاوه.

۱۷ کاله مخکې، د ۱۳۵۷کال د میزان په پنځمه، چې د ۱۹۹۶ کال د سپتامبر له ۲۷ سره برابره وه، د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله د طالبانو په لاس ووژل شو او جسد یې د کابل په اریانا څلور لارې کې په دار وځړول شو.

ډاکټر نجیب الله له ولسمشرۍ مخکې د خاد رییس په توګه دنده تر سره کوله.

له همدې کبله نوموړی په یو شمېر هغو وژنو کې ښکېل بلل کېده، چې د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پر مهال تر سره شول.

په ۱۹۸۶ کال کې واک ته له رسېدو سره سم ډاکټر نجیب الله ځان د یوه سوله غوښتونکي شخص په توګه معرفي کړ او د ملي روغې جوړې طرح یې وړاندې کړه، چې وروسته یوه نابریالۍ طرح ثابته شوه.

ملي روغه جوړه

له دې اړخه، د هغو ډله ییزو وژنو پړه هم پر هغه ور اچول کېږي، چې افغانستان کې د خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پرمهال شوې دي.

ډاکټر نجیب الله په ۱۹۸۶ کال واک ته له رسېدا وروسته د ملي مصالحې طرحه وړندې کړه، داسې طرحه چې په پای کې په چورلټ ډول ناکامه پاتې شوه.

''ملي مصالحه''

د ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې د طرحې په اړه تر اوسه ځیني څېړونکي بحثونه کوي. ''مصالحه ملی، اندیشه گذار از فرهنگ جنگ به فرهنگ صلح'' هغه کتاب دی، چې په مشخص ډول د همدې موضوع په باب په کې څېړنه شوې او په دا وروستیو کې په اروپا کې چاپ شوی دی.

د دغه کتاب لیکوال ښاغلی فقیر محمد ودان دی، چې خپله مخکې د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند له فعالانو څخه یو و، چې وروسته دغه ګوند د وطن ګوند په نوم فعالیت پیل وکړ.

Image caption د دغه کتاب لیکوال ښاغلی فقیر محمد ودان دی، چې خپله مخکې د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند له فعالانو څخه یو و، چې وروسته دغه ګوند د وطن ګوند په نوم فعالیت پیل وکړ.

نوموړي خپل کتاب ډاکټر نجیب الله او هغو کسانو ته اهدا کړی، چې د ده په باور د ملي روغې جوړې د سیاست پلي کولو په لار کې یې سرونه وبایلل.

لیکوال په دې ګڼ پاڼي کتاب کې د ‍۱۳۵۷ د غوايي د کودتا له پېره راهیسې د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت ارزولی او بیا یې د دغه ګوند د واکمنۍ نور کلونه او بدلونونه څېړلي دي.

تر ډېره په دې نژدې ۵۰۰ مخه لرونکي کتاب کې ملي مصالحې ته له سیاسي، ټولنیز، او اقتصادي اړخه کتل شوي.

د ''ملي مصالحې'' راتلو لپاره ستونزې او خنډونه

لیکوال په دې برخو کې هڅه کړې، چې د وطن ګوند د ننه، د مخکنیو مجاهدینو د ګوندونو، د دغه ګوند د بهرنیو ملاتړو، چې په سر کې یې د وخت شوري اتحاد هم راځي، د ملي مصالحې سیاسي مخالفان او ملاتړي بربنډ کړي.

د کتاب لیکوال وايي، د خلق دیموکراتیک جمهوریت ځینو مشرانو د قومي، ژبني او سمتي تمایلاتو له اړخه د ملي مصالحې په ناکامۍ کې برخه اخیستې ده.